کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د کامدېش ولسوالۍ اړوند کامدېش کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنو ژوند بایللی او دوه نور ژوبل دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ډاتسن ډوله موټر له سړک څخه واوښت او یوې ژورې کندې ته ولوېد.
د هغه په خبره مړې شوې دوه مېرمنې دي او ژوبل نارینه دي، چې د درملنې په موخه د کامدیش روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/