کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جوس بټلر د خپل هېواد د یو شمېر سیاستوالو هغه غوښتنې رد کړې، چې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې د لغوه کولو غوښتنه یې کړې وه.
بټلر پرون د هند په کلکته کې خبریالانو ته وویل، سیاست او سپورټ باید سره جلا وي او دواړه اړخونه باید په خپلو حدودو کې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا ۱۶۰ سیاستوالو د انګلستان او ویلز له کرکټ بورډ څخه غوښتي وو، چې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره پلان شوې لوبه لغوه کړي.
سیاستوالو ادعا کړې چې دا پرېکړه په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ په موخه ترسره شي.
د بټلر څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راځي، چې د نړیوال کرکټ له سیاسي مداخلو څخه د سپورټ د ساتلو غوښتنه کوي، څو لوبغاړي پرته له کوم فشار څخه خپلو لوبو ته دوام ورکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/