معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / انتونیو ګوترېش د سوریې له انتقالي ولسمشر احمد الشرع سره لیدلي

انتونیو ګوترېش د سوریې له انتقالي ولسمشر احمد الشرع سره لیدلي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د سوریې له انتقالي ولسمشر احمد الشرع سره لیدلي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، دواړو لورو د سوریې لپاره د نوي مسیر د ټاکلو تاریخي فرصت او د دغه هېواد پر وړاندې د شته خنډونو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.

ګوترېش ویلي، ملګري ملتونه به د سوریې د بیارغونې، د خلکو د بشري اړتیاوو د رفع کولو او د سولې د راوستلو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

نوموړي ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د سوریې د بحران د حل لپاره همکاري وکړي او د عامو خلکو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.

احمد الشرع هم په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو له هڅو مننه کړې او او ژمنه یې کړې، چې د ثبات او پرمختګ لپاره به د نړیوالو ملګرو سره کار ته دوام ورکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس