معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / IHH ترکي بنسټ افغانستان کې د یتیمانو لپاره کمپلېکس جوړوي

IHH ترکي بنسټ افغانستان کې د یتیمانو لپاره کمپلېکس جوړوي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غبرګولي ۷مه او د مۍ میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د ترکيې د بشرپاله مرستو بنسټ استازي کابل ته راغلي او ویلي یې دي چې د سفر موخه یې دلته د یتیمانو لپاره د یوه کمپلکس جوړل دي.
د ریاست الوزارء مطبوعاتي دفتر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د افغانستان د ريیس الوزراء مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د ترکيې IHH د بشري مرستو بنسټ له راغلیو استازو سره کتلي دي.
د دفتر د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د یاد ترکي بنسټ استازو افغانستان ته د خپل سفر اساسي موخه د یتیمانو لپاره د یو کمپلېکس جوړول بللي خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
هغوی ویلي چې د ښوونې او روزنې، کرنې او تحصیلي بورسونو د ورکړې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
مولوي عبدالسلام حنفي د ترکيې د بشري مرستو له بنسټ مننه وکړه او ژمنه یې کړې چې افغانستان کې به د دوی د بشري مرستو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس