معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏ سټورټ لا د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لنډمهالی روزونکی ټاکل شوی

‏ سټورټ لا د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لنډمهالی روزونکی ټاکل شوی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب لومړۍ نېټه) د افغانستان کرېکټ بورډ وايي پخوان اسټرلیایي توپوهونکی سټورټ لا يې د ملي لوبډلې لنډمهالی روزنکی ټاکلی دی.
د افغان کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې ښاغلی سټورټ به د بنګله دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې د روزنې چاره پر مخ بيايي چې له ملي لوبډلې سره د يو ځای کېدو په موخه اوس بنګله دېش ته رسېدلی دی.
افغان لوبډله اوسمهال په بنګله دېش کې ده او ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه له دغه هېواد سره د يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړي.
شل اوريزې لوبې بيا د مارچ پر درېيمه پيلېږي.
دغه ګومارنه په داسې حال کې شوې چې تر دې وړاندې پخوانی افغان لوبډلمشر نوروز منګل د لنډمهالې روزنکي دنده پر مخ بېوله.
سټورټ لا د اسټراليا لپاره د ټېسټ نړيوالو او يو ورځينو سياليو کې لوبېدلی دی. نوموړي په خپل لوبيز ژوند کې يوه ټېسټ لوبه، ۵۴ يو ورځنۍ لوبو کې يوه سليزه او اووه نيمه سليزې کړې دي.
نوموړي په ۲۰۱۱ کال کې د سريلنکا لوبډلې د لنډ مهالي روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا، د ملي لوبډلې لپاره د دايمي روزونکي د ګومارنې لړۍ پیل شوې او وايي ډېر ژر به دايمي روزونکی وټاکل شي.
د افغانستان يو شمېر لوبغاړي دا مهال د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ کې سيالي کوي چې ټاکل شوې ډېر نژدې به په بنګله دېش کې له افغان لوبډلې سره يو ځای شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس