معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏مسکو هلته د کابل سفارت د ا.ا ورلېږلي ډیپلوماټ ته وسپاره

‏مسکو هلته د کابل سفارت د ا.ا ورلېږلي ډیپلوماټ ته وسپاره

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وري ۲۱مه او د اپرېل ۱۰مه نېټه ده) د بهرنیو چارو وزارت وایي په مسکو کې د افغانستان سفارت د هغوی ډیپلوماټ ته وسپارل شو.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي چې حکومت یې د هغوی استازي ته د باور لیک د ورکولو له امله د روسیې له حکومت څخه مننه کوي.
بلخي ویلي په دې کار سره په هغه هیواد کې د افغانستان سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ټینګښت ‏او په روسيه کې مېشتو هېوادوالو ته پر وخت خدماتو وړاندې کولو کې خپل رول لوبولی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس