معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / یو شمېر محصلین د ننګرهار پوهنتون په اداري څانګو کې د فساد له شتون نه سر ټکوي

یو شمېر محصلین د ننګرهار پوهنتون په اداري څانګو کې د فساد له شتون نه سر ټکوي

یو شمېر محصلین د ننګرهار پوهنتون په اداري څانګو کې د فساد له شتون نه سر ټکوي
راپور/ ساحل اتل
د ګهیځ موندني ښيي چې د ننګرهار په دولتي پوهنتون کې مراجعین د قانوني کارونو د تر سره کولو لپاره اړ دي څو اداري کارکوونکو ته د شیرینۍ په نوم یوه اندازه پیسې ورکړي.
ګهیځ همدا راز موندلي چې په یاد پوهنتون کې د فراغت د هر ډیپلوم په مقابل کې له مراجعینو څخه تر اصليی بیې دوه سوه افغانۍ زیاتې اخیستل کېږي.
د ننګرهار پوهنتون څخه هر کال زرګونه محصلین فارغیږي چې یو زیات شمېر یي نیوکه کوي چې اداري کارونه یي په ځنډ سره تر سره کېږي او اداري کارکوونکي ترې په بېلا بېلو نومونو د پیسو غوښتنه کوي.
د ولید په نامه یو تن فارغ شوی محصل یي په اړه وایي: “زما څلور ورځې وشوې د ډیپلوم د اخیستلو لپاره پوهنتون ته ځم راځم کار مې نه کېږي، دوی د خپل ځان لپاره د شیریني په نامه دوه سوه درې سوه، څلور سوه روپۍ اخلي.”
همدا رنگه مرسل چې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه فارغه ده وایي چې په پوهنتون کې د یوه قانوني کار د تر سره کولو لپاره اړه شوې وه چې دوه سوه افغانۍ د شیرینۍ په نوم یو اداري کارمند ته ورکړي.
نوموړې وایي چې : “یو مې د ډیپلوم د تر لاسه کولو لپاره د هغې قانوني قیمت زر افغانۍ ورکړې خو دا چې کارونه مې ژر خلاص شي، دوه سوه روپۍ مې اضافي ورکړې. ”
شاهدالله چې له ننګرهار پوهنتون نه فارغ دی او اوس پوهنتون ته د ډ یپلوم د اخیستلو په موخه راغلی دی، نوموړی وایي درې ورځې کېږي چې د ډیپلوم کار یي پیل کړی دی خو تر اوسه یې کارونه ځکه ندي بشپړ شوي چې مامورینو ته د شیرینۍ په نامه رشوت نه ورکوي.
نوموړی زیاتوي چې: “د ډیپلوم قانوني قیمت زر افغانۍ دی، دوی له موږ څخه ۱۲۰۰ افغانۍ اخلي، له ځینو ۱۵۰۰ اخلي، که موږ اضافي پیسې ورنکړو زموږ سندونه ځنډول کېږي، موږ ته بهاني کوي چې سبا راشئ، بل سبا راشئ.”
بل خوا د ننګرهار پوهنتون د محصلینو چارو آمر جمیل خاتم هم په ننګرهار پوهنتون کې د یو شمېر مامورینو لخوا په بېلا بېلو نومونو د پیسو اخیستل نه ردوي خو وایي چې د پوهنتون اداره ژمنه ده چې د غیر قانوني پیسو د اخیستنې مخنیوی وکړي.
د پوهنتون د محصلینو چارو آمر زیاتوي چې: “هر مامور خپل معاش لري، د خپلې دندې لایحې په اساس کار کوي، څوک چې پیسې ورکوي هغوی هم کمزوري شخصیتونه دي، که د پوهنتون اداره داسې کوم مورد وګوري، ژمنه کوي چې د مخنیوي لپاره به یي کوټلي ګامونه واخلي ”
ښاغلی خاتم وایي چې د ډیپلوم د بیو په تړاو وایي چې د ډیپلوم اصلي قیمت ۱۰۰۰ افغانۍ دي خو کله چې ورته پرنټ کېږي او د پوهنځي لخوا ورته ورکول کېږي، نو ښایي ۱۰۰ افغانۍ ترې اضافي واخیستل شي.
د نوموړي په وینا تدریسي مدیریتونه د چاپ ټول مصارف په خپله غاړه لري خو د چاپ او ډیزاین لپاره باید تر سلو افغانیو پورې ترې واخیستل شي.
که څه هم ښاغلی خاتم وایي چې په راتلونکې کې به د ډیپلوم او ترانسکریپونو د ورکړې لپاره یوه مشخصه تګلاره جوړه کړي چې د غیر قانوني پیسو د اخیستنې مخنیوې به وشي، خو پدې اړه څه نه وایي چې دا سل افغانۍ اضافه په کوم قانون د محصلینو مدیریتونه له محصلینو اخلي.
بل خوا د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ګهیځ ته وویل، اداره یي ژمنه ده چې د ناقانونه پیسو د اخیستلو مخنیوی وکړي.
دی وایي: “که د پوهنتون اداره د کوم مامور په خلاف سند تر لاسه کړي، قانوني اجرآت به ورسره وشي. د پوهنتون اداره په هېڅ بڼه دا ډول کړنې نه مني، موږ ژمن یو چې په شفاف ډول مراجعینو ته خپل خدمات وړاندې کړو.”
د ننګرهار پوهنتون په هېواد کې د لومړۍ درجه تحصلیي بنسټونو نه شمېرل کېږي او هر کال ترې په منځنۍ کچه تر درې زرو محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس