معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / یوې بهرنۍ مؤسسې پروژه کې یو متر سنکاري له ۱۳ زره ۳ سوه افغانیو څخه په لوړه بیه ورکړې

یوې بهرنۍ مؤسسې پروژه کې یو متر سنکاري له ۱۳ زره ۳ سوه افغانیو څخه په لوړه بیه ورکړې

یوې بهرنۍ مؤسسې پروژه کې یو متر سنکاري له ۱۳ زره ۳ سوه افغانیو څخه په لوړه بیه ورکړې
راپور: ذیشان ذهین
ګهیځ د IOM بهرنۍ مؤسسې له لوري اورش ساختماني شرکت ته په ورکړل شوې پروژه کې د فساد موارد موندلي.
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د IOM (International Organization for
Migration)
بهرني شرکت له لوري د اورش په نامه ساختماني شرکت ته د یو استنادي دېوال او کانال د سنګارۍ پروژه منظور کړې وه. دغه پروژه چې په بهسود خاص کلي کې پلې شوې، زموږ د موندنو له مخې د یو لک او پنځه زره امریکایي ډالرو په قیمت پرې ۱۱۰ متره استنادي دېوال او ۵ سوه متره کانال (ویاله) سنګاري شوې ده. ننګرهار کې د صرافۍ مارکېټ (شنبې لسم د اپریل) د اسعارو بیې له مخې دغه یو لک او پنځه زره امریکایي ډالر ۸ میلیونه ۱ لک او ۲۷ زره افغانۍ کیږي. د دغه قیمت او کاري اندازې له مخې د نوموړي شرکت له لوري د یادو چارو یو متر سنګاري په ۱۷۲٫۱۳۱ ډالره باندې شوې، چې ۱۳ زره ۳ سوه ۲۲ افغانۍ کیږي.
د دغه قیمت سربېره اورش ساختماني شرکت د دومره مسلکي انجینرانو سره بیا هم د یادې پروژې د تطبیق مشري یو اماتور انجینر ته ورکړې. له دې سربېره د ګهیځ نورې موندنې دا په ډاګه کوي چې د یاد ساختماني شرکت یو شمېر نور کارکوونکي هم مسلکي نه دي. دا چې ولې د IOM مؤسسې لخوا د پروژې په ورکړه کې مسلکیتوب ته پام نه دی شوی؟ غوښتل مو چې د IOM مؤسسې د ختیځ زون د څانګې له مشر میر آغا نصرت څخه یې وپوښتو، خو نوموړي د ټیلیفون پر لیکه ګهیځ سره خبرو کې په دې اړه له مرکې کولو ډډه وکړه. د ګهیځ د موندنو له مخې د یادې پروژې د شویو چارو ډېره برخه په ټیټ کېفیت ترسره شوې ده. د دغه ټیټ کېفیتي کار هغه ثبوتي ویډیوګانې ګهیځ ته په لاس ورغلي، چې په کې د یادې پروژې تطبیق کې د اورش ساختماني شرکت شوی فساد جوت معلومیږي. له دغو ویډیوګانو څخه یوه کې ښکاري چې د اورش ساختماني شرکت کاریګر د ډي پي سي لپاره په درې لاس ګاډۍ جغل کې نیمه بورۍ سمنټ ګډوي، حال دا چې د مسلکي انجینرانو په خبره د ډي پي سي(د سنګارۍ پر سر د تخت په څېر چوکاټیز فرش اچول) لپاره باید درې لاس ګاډیو کې یو بورۍ سمنټ ګډ کړل شي.
د یادو کړنو سربېره نه یواځې د عمومي بندنو او لښتیو لپاره یوشان د بندونو دروازې چې دواړه یې اویا سانتي دي، لګول شوي؛ بلکې ډېری لښتي له دغو دروازو څخه بې برخې پاتي. دا چې ولې؟ تر ډېرو هڅو او هلو_ځلو وروسته بیا هم د اورش ساختماني شرکت مسؤولین د دغو مسایلو په اړه ځواب او مرکې کولو ته حاضر نه شول. له دې ور هاخوا ګهیځ ته د یوې باوري سرچینې د اطلاع له مخې باید د یادو دروازو تر شاه د دهقانانو لپاره یو فټ پلن دوه متره اوږد بیم اچول شوی وی، څو د دروازو د خلاصون او بندښت پرمهال پرې خپلو ځمکو ته اوبه خوشې کوونکي یا تړونکي ودریږي، خو موږ ته ترلاسه شويو ثبوتونو دا په ډاګه کوله چې د دروازو ترشاه بیم اچولو لپاره غاړو کې پېښودل شوي ځایونه بېرته بند شوي وو، اما وروسته تر دې چې په دې اړه د ګهیځ څېړنیز راپور جوړونه ډاګیزه شوه، بیا ځل د بیم لپاره بند شوي ځایونه وسپړل شول او بیم اچونې لپاره چمتو شول.
له دغو مواردو سربېره اورش ساختماني شرکت د ویالې په وروستۍ برخه کې ۳۳٫۵ متره د ویالې د تَل فرش هم نه وو اچولی. له پروژې مسؤول څخه لومړیو کې په دې اړه د پوښتلو پرمهال نوموړي ویلي وو، چې د دغه فرش پرځای یې د سنګارۍ اوږدوالی ډېر کړی، اما وروسته له دې چې ګهیځ د یو مسلکي انجینر پرمټ شوې سنګاري بیا ځل متر کړه، نو د یاد شرکت اضافي ادعا رد او په دوهم وار یې پر ویالې باندې د دغه ځای فرش اچونې په موخه اوبه وچې کړې.
ګهیځ وغوښتل چې د فساد اړوند ترلاسه شویو ثبوتونو په اړه د اورش ساختماني شرکت مسؤولین وپوښتي. د دغو پوښتلو په لومړي قدم کې د یادې پروژې مسؤول شیر علي چې د ده په خبره تجربوي انجینر دی، د فساد یادو شواهدو په اړه خبرې وشوې. نوموړي پرته له دې چې په دې اړه موږ سره مرکې ته حاضر شي او یا کوم مدلل ځواب ووایي، زیاته کړه:
((موږ کوشش کړی چې په ښه کېفیت سره دغه پروژه تکمیل کړو. همدا مو موخه ده. خو دلته مزدورانو بد کار کړی. مزدوران ډېر کله د ناراستۍ له امله دغه ډول کارونه وکړي. خیر دی. بد یې کړي. باید داسې یې نه وای کړي. موږ تل ورته ویلي چې سمنټو باندې زړه مه خوږوئ، خو بس دوی ناراسته دي، سمنټ وړل یې له لاسه نه دي شوي. له همدې امله یې هلته مسأله کې سمنټ کم ګډ کړي))
اما دا زموږ د ترلاسه شویو ثبوتونو قانع کوونکی ځواب نه وو. له همدې امله مو د اورش شرکت له مشرتابه سره په دې اړه د مرکې هڅه وکړه، اما د رئیس پرځای مو د شرکت معاون هدایت نورزی چې د ده په وینا ډاکټر دی، وموند. هڅه مو کوله چې نوموړی د دغو مواردو د ځواب لپاره مرکې ته چمتو کړو، خو د خبرو په جریان کې چې نورزي د ګهیځ ثبوتونه ولیدل. دا یې د خپل شرکت د بدنامۍ هڅه وبلله. له همدې امله یې د ګهیځ له خبریال څخه د مرکې لپاره د مکتوب راوړلو غوښتنه وکړه. د دغو خبرو په جریان کې پر شته ثبوتونو د سترګې پټولو لپاره د اورش ساختماني شرکت د یادې پروژې ساحوي انجینر خالد نومي کس د ګهیځ خبریال سره لفظي شخړه هم وکړه، خو د دې ټولو خنډونو سره_سره په درې ساعتونو کې دننه اورش ساختماني شرکت ته د ګهیځ رسمي مکتوب وسپارل شو.
د مکتوب سپارلو سربېره هم د اورش ساختماني شرکت مسؤولین د فساد دغو مواردو ته د ځواب لپاره حاضر نه شول. یوې پټې سرچینې ګهیځ ته یادونه وکړه چې د IOM مؤسسې یو شمېر مسؤولین اورش ته د همدغې پروژې په ورکړه کې د رشوت په بڼه لس سلنه ونډه ورکړې. له همدې امله مو د دغو تورونو د سپناوي او د فساد د نورو ثبوتونو د پوښتلو لپاره څو وار د موضوع ښې روښانتیا لپاره د IOM مؤسسې د ختیځ زون دفتر له مشر انجینر میر آغا نصرت سره اړیکه وکړه. په کراتو یې دفتر ته ورغلو، خو نوموړي زموږ موضوع بابیزه وګڼله او په دې اړه یې زموږ مکررو اړیکو او غوښتنو ته مثبت ځواب رانه کړ. ترې وروسته د نوموړي واټس آپ ته هم غږیز پیغام ورواستول شو، خو له درې ورځو تېرېدو وروسته سره له دې چې پیغام یې پر هماغه ساعت ولید، ځواب ورکړې ته چمتو نه شو. د مهاجرینو ریاست چې پر دغې پروژې د څار دنده لرله. وروستۍ هڅه مو دغه ریاست ته د درې ځل تلل او د ترلاسه شویو ثبوتونو د سپناوي غوښتل وو. هلته د مهاجرینو د ریاست مرستیال ولي محمد الله یار تر ډېرو اړیکو او هلو_ځلو وروسته ګهیځ سره ژمنه وکړه چې د یادو ثبوتونو د سپناوي لپاره به د خپلې برخې مسؤولیت په پوره ژمنتیا سره ترسره کوي او په وینا یې که اړتیا شوه، نو بیا ځل به د دغو ځایونو د بېرته پر کېفیته جوړولو وړاندیز وکړي. هغه خبره چې وخت به یې د کره والي په اړه پرېکړه وکړي.
له نسبي سوکالۍ سره سم هېواد ته د بهرنیانو د راتګ پرمهال په بېلابېلو نومونو میلیونونه ډالر راغلل، خو د دغو مرستو تر نیمایي ډېره برخه د څارونکو په باور خپله د بهرنیانو او په کور دننه دوی سره د شریکو پلي کوونکو افغانانو له لوري بېرته پر بېلابېلو پلمو او فاسدو لارو حېف_میل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس