معماری
خانه / فعالیتونه / گهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوي د افغانستان د علومو اکاډمۍ له رئیس سره وکتل

گهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوي د افغانستان د علومو اکاډمۍ له رئیس سره وکتل

گهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې یوه پلاوي نن د افغانستان د علومو د اکاډمۍ له رئیس سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې سره خبرې‌ وکړې.
د ګهیځ ټولنې رئیس استاذ سردار محمد دیندار خیل او د دې ټولنې د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزي په هغه لیدنه کې چې د روان کال د مرغومي په ۱۵ مه نېټه یې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له رئیس ښاغلي ډاکتر عبدالظاهر شکیب سره درلوده، په لومړي سر کې یې د ګهیځ ټولنې کارونه او فعالیتونه ښاغلي شکیب ته تشریح کړل چې دغه فعالیتونه او کارونه د علومو اکاډمۍ د رئیس له خوا په ستاینې سره بدرګه شول.
همدارنګه په یاده ناسته کې د ګهیځ ټولنې د پلاوي په غوښتنه، ښاغلي شکیب ژمنه وکړه چې د ګهیځ ټولنې سره به د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت په ټوله کې او د ژبو او ادبیاتو مرکز په ځانګړې بڼه د دوه اړخېزې همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کوي او په دې توګه به د علومو اکاډمۍ او ګهیځ ټولنې تر منځ دوه اړخېزې همکارۍ د همدې هوکړه لیکونو له لارې تنظیمېږي.
په یاده لیدنه کې ښاغلي ډاکتر شکیب همدارنګه د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له کتابتون سره د علومو اکاډمۍ له خوا د ځینو تخصصي او مسلکي کتابونو د مرستې ژمنه هم وکړه او دا یادونه هم وشوه چې د ګهيځ ټولنې له خوا ورپېژندل شوي محصلین او ځوانان به د خپلو علمی لیکنو او مونو ګرافونو لپاره د علومو اکاډمۍ له کتابتون څخه د ګټه اخیستنې اجازه ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس