معماری
خانه / ادب و هنر / ګهیځ ټولنې د فرهنګ د ودې او ژورنالیزم په ډګر کې د ښاغلي محمد آصف وردګ د نیمې پېړۍ هڅو او خدمتونو ستاینه وکړه

ګهیځ ټولنې د فرهنګ د ودې او ژورنالیزم په ډګر کې د ښاغلي محمد آصف وردګ د نیمې پېړۍ هڅو او خدمتونو ستاینه وکړه

ګهیځ ټولنې د فرهنګ د ودې او ژورنالیزم په ډګر کې د ښاغلي محمد آصف وردګ د نیمې پېړۍ هڅو او خدمتونو ستاینه وکړه
کابل ــ ۳۱/۵/۱۴۰۱نېټه
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د هېواد د فرهنګي شخصیتونو د ستاینې په لړ کي دا ځل د هېواد د فرهنګ او ژورنالیزم په ډګر کې د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق د مشر ښاغلي استاد محمد آصف وردګ د نیمې پېړۍ خدمتونو د قدردانۍ غونډه جوړه کړه .
په هغه ناسته کې چې له همدې امله د ګهیځ ټولنې په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، لومړی د استاد شعیب رحیمي له خوا د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو تلاوت وشو او ورپسسې د ګهیځ د لیکوالو ژورنالیستانو ټولنې مشر استاد سردار محمد دیندارخېل د ښاغلي محمد آصف وردګ د فرهنګي او ژورنالیستیکي خدمتونو په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي دیندار خیل پداسې حال کې چې د فرهنګ او ژورنالیزم په ډګر کې یې د محترم وردګ بېلابیل خدمتونه یاد کړل، د هغه فرهنګي کارونو یادونه یې وکړه چې د ښاغلي وردګ او ګهیځ ټولنې د ګډو هلو ځلو په نتیجه کې تر سره شوي دي.
د غونډې بل ویناوال، مشهور او وتلی لیکوال او فرهنګي شخصیت استاد محمد آصف صمیم و چې د استاد وردګ د شخصیت او فرهنګي خدمتونو په اړه یې رڼا واچوله او د هغه ستاینه یې وکړه.
استاد صمیم د مهاجرت پر وخت په پېښور کې د وخت یوه خاطره د ناستې له برخه والو سره شریکه کړه او ویې ویل: چې یو ځل په یوه ناسته کې دا خبره یاده شوه چې پښتانه د مړو نمانځنه کوي، یوه کس غږ وکړ چې اوس هغه کار هم نه کوي او پدې توګه استاد صمیم په دې خوښي څرګنده کړه چې نن موږ د یو چا قدر په ژوندانه کوو او دا مبارک کار دی.
ورپسې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد پوهنوال محمد شفیق وردګ، د علومو اکاډمي علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال،استاد محمد نبي تدبیر، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استادې آغلې خاټول شفیق او د ګهیځ ټولنې د اړیکو مسؤول استاد احمد ضیاء رحیمزي، هر یوه په خپل وار د استاد محمد آصف ورګ او د هغه د فرهنګي خدمتونو په اړه خبرې وکړې او خپل تأثرات یې له ګډونوالو سره شریک کړل.
په پای کې د ګهیځ ټولنې له خوا چمتو شوی ایواړد، د یادې ټولنې د رییس او ګډونوالو له خوا ښاغلي آصف وردګ ته ډالۍ شو چې د هغه له خوا د کور ودانۍ په ویلو سره ومنل شو.
د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق مشر ښاغلي وردګ د ایواړد له تر لاسه کولو وروسته، په داسې حال کې چې د ګهیځ ټولنې له مشرتابه پلاوي څخه یې د زړه له کومې مننه وکړه، ژمنه یې وکړه چې د ژوند تر پایه به خپلو فرهنګي او ژورنالیستیکي هلې ځلې جاري وساتي او تل به د علم او فرهنګ خدمت ته چمتو وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس