معماری
خانه / فعالیتونه / ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوي نن په جلال آباد ښار کې د الفلاح خصوصي پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي له رئیس او استاذانو سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوي نن په جلال آباد ښار کې د الفلاح خصوصي پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي له رئیس او استاذانو سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوي نن په جلال آباد ښار کې د الفلاح خصوصي پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي له رئیس او استاذانو سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.
په دغې لیدنه کې د ګهیځ ټولنې رئیس سردار محمد دیندار خېل او د یادې ټولنې د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزي د الفلاح پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي له رئیس ښاغلي سهیل ستوري سره د یادې ټولنې پر فعالیتونو خبرې وکړې او له ګڼو تعلیمي او رسنیزو ادارو سره یې د دې ادارې پر دوه اړخیزو اړیکو او هوکړه لیکونو باندې بحث وکړ.
په مقابل کې د الفلاح خصوصي پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي رئیس په داسې حال کې چې د ګهیځ ټولنې فعالیتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې، د اړیکو او همکاریو په اړه يې ډاډ ورکړ چې د پوهنتون له ادارې سره به د موضوع تر شریکولو وروسته، پدې اړه اقدام وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس