معماری
خانه / فعالیتونه / ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې مشرتابه پلاوي د ننګرهار ولایت له اداري او مالي مرستیال سره وکتل

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې مشرتابه پلاوي د ننګرهار ولایت له اداري او مالي مرستیال سره وکتل

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه یوه پلاوي نن په جلال آباد کې د ننګرهار ولایت له اداري او مالي مرستیال او پیاوړي ژورنالیست ښاغلي ببرک میاخېل سره تعارفي ناسته وکړه او نوموړي ته یې د ګهیځ ټولنې موخې او فعالیتونه تشریح کړل.
په دغې ناسته کې د ګهیځ ټولنې رئیس سردار محمد دیندار خېل او د یادې ټولنې د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزي له ښاغلي میاخېل سره د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو او موخو په اړه خبرې وکړې او په ترڅ کې د هغو ستونزو په اړه هم بحث وشو چې په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې د خبریالانو له خوا د تحقیقي خبریالۍ په ترڅ کې را برسېره شوې دي.
د لیدنې په ترڅ کې ښاغلي میاخېل د ګهیځ ټولنې له فعالیتونو او کړنو خوښې وښوده او دا کار یې په ټولنه کې د اصلاحاتو او رغونو د رامینځ ته کېدو لپاره ډېر ګټور وګڼلو.
پدې ناسته کې چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ولایت د بشري سرچینو رئیس ښاغلی احمد ضیاء عبدالزي هم ګډون درلود، ژمنه وشوه چې د ګهیځ له خوا په ولایتي اداراتو کې د څېړل شویو اداري فساد ستونزې به له ښاغلي میاخېل او نورو ولایتي چارواکو سره شریکېږي او د هغې د له مینځه وړلو او ختمولو لپاره به هڅه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس