معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشر تابه پلاوي په ننګرهار کې د آریانا خصوصي پوهنتون له ادارې سره په لیدنه کې، پر دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشر تابه پلاوي په ننګرهار کې د آریانا خصوصي پوهنتون له ادارې سره په لیدنه کې، پر دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشر تابه پلاوي په ننګرهار کې د آریانا خصوصي پوهنتون له ادارې سره په لیدنه کې، پر دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ.
پدغه لیدنه کې چې په ترڅ کې یې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې رئیس سردار محمد دیندار خېل، د یادې ټولنې اجرائیوي مشر صاحب الله عزیز او د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزي ګډون درلود، د آریانا پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال پوهنمل دکتور مسعود ساپي سره د دواړو بنسټونو تر منځ علمي او عملي همکاري و څېړل شوه او پدې ټینګار وشو چې ګډ علمي کار او له یو بل سره اوږه ورکول، ددې ولس او هېواد د خیر لپاره ګټور شراکت ګڼل کېدای شي.
د لیدنې په لومړي سر کې د ګهیځ ټولنې مشرتابه پلاوي د ګهیځ ټولنې پر جوړښت، موخو او فعالیتونو رڼا واچوله او ټېنګار یې وکړ چې یاده ټولنه د رسنیز صادقانه کار له لارې غواړي په ټولنه کې عامه پوهاوی رواج کړي تر څو لدې لارې وکولای شي ولس او خلک له حقایقو خبر کړي او هغوی ته د خدمت مصدر وګرځي.
همدارنګه په ننګرهار کې د آریانا خصوصي پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال پوهنمل دکتور مسعود ساپي په یاده ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د ګهیځ ټولنې کړنې وستایلې او په اوسنیو شرایطو کې یې ځوانانو ته د هغوی د ظرفیتونو د لوړېدا په موخه د پروګرامونو جوړول، ډېر اړین او ګټور و ګڼل.
ډکتور مسعود ساپي پدې لیدنه کې له ګهیځ ټولنې سره په ختیځ زون کې د خپلې هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دواړه لوري به د یوه هوکړه لیک د لاسلیک له لارې دغه همکاري او همغږي مخ په وړاندې بیایي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس