معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / ګهیځ؛ د افغان رسنیز ‌ډګر یوه ځلانده څېره!

ګهیځ؛ د افغان رسنیز ‌ډګر یوه ځلانده څېره!

ګهیځ؛ د افغان رسنیز ‌ډګر یوه ځلانده څېره!
په روان ۱۳۹۹ لمریز کال کې چې دادی اوس یې پای ته نژدې کېږو، افغان ولس په عام ډول او رسنۍ په خاص ډول له ګڼو ستونزو او نا خوالو سره مخ وې، د رسنیز ډګر ډېرو قهرمانانو ددې ستونزو او نا خوالو تاب را نه وړ او میدان یې پرېښود، یوې خواته د رسنیو او خبریالانو هر اړخیزې ستونزې چې په تېرو دوه لسیزو کې د رسنیو او بیان د آزادۍ له شعارونو سره یوځای دلته شتون درلود، خو بل خواته سږ کال د نړۍ د نورو هېوادو په څېر په افغانستان کې هم کورونا ناروغۍ ناورین را منځ ته کړ.
د دغه ناورین له امله چې په هېواد کې کوم وضعیت را منځ ته شو، د نورو ګڼو سکتورونو تر څنګ یې رسنۍ او رسنیز فعالان هم وځپل، ډېرې رسنۍ دې ته اړ شوې تر څو خپل کارکوونکي او خبریالان له دندو ګوښه کړي او په همدې لړ کې ګڼ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وزګار شول او خپلې دندې یې له لاسه ورکړې.
پر دې سر بېره ډېرو رسنیزو کارکونکو او خبریالانو د کورونا وژونکې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې متأسفانه په افغانستان کې د شته بې نظمۍ او ګډوډۍ له امله یې نه کره شمېره معلومه شوه او نه یې تر ډېره بریده چا پوښتنه وکړه.
په طبیعي ډول د نورو رسنیزو ارګانونو په څېر ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه هم چې له تېرو شپږو کلونو را پدېخواه د هېواد په رسنیز ډګر کې فعاله ده او د خپل ځوان کهول روزنه او د هغوی د استعدادونو د ودې او انکشاف په موخه په خدمت لګیا ده، له دغو آفتونو مستثنا نه وه، خو ددې سره سره یې د کورونا د موسم په ترڅ کې او تر هغې وروسته یې وکولای شول د خپلو خدمتونو لړۍ په پوره ژمنتیا او هدفمندۍ سره وغزوي چې د خپلو هېواد والو له تودې بدرګې سره مخ شوه.
په روان کال کې پر پلازمینه سربېره د هېواد ختیځ زون څلورو ولایتونو لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان کې د تحقیقي خبریالۍ د روزنیزو دورو او بیا یې د عملي کارونو لړۍ پیلول او بیا په یادو ولایتونو کې له چارواکو او اړونده ولایتي ادارو سره د پېژندنې ناستې او له رسنیزو ادارو سره د ګډ کار هوکړه لیکونه لاسلیکول، هغه بریاوې دي چې د ګهیځ‌ ټولنې په روان مخ په ختمېدو کال کې ترلاسه کړې دي.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره او کارکونکي ویاړي چې د کار له پیل نه یې تر اوسه د ژورنالیزم او لیکوالۍ په ډګر کې د خپلو هېوادوالو او په تېره بیا ځوان کهول خدمت کړی دی او لا هم دې خدمت ته ژمن دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس