معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کرېکټ؛ افغانستان په ۲۰ اوریزه دوهمه سیالۍ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

کرېکټ؛ افغانستان په ۲۰ اوریزه دوهمه سیالۍ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۱۵مه او د مارچ ۶مه نېټه ده) د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرېکټ ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه سیالۍ کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه.
په دغې لوبه کې پچه بنګله دېش وګټله خو لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې جوړې کړې.
پر وړاندې يې افغان لوبغاړو په ۱۸ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې په خپل نوم کړه.
د بنګله دېش له لوري مشفق الرحمان تر ټولو ډېرې ۳۰ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي، عظمت الله عمرزي ۳، ۳ او راشد خان او محمد نبي یوه – یوه وېکټه ترلاسه کړه.
فضل الحق فاروقي د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان لپاره حضرت الله ځاځي ناسوځېدلې ۵۹ منډې وکړې، تر څنګ یې عثمان غني ۴۷ منډې جوړې کړې.
رحمان الله ګوربز د ایله ۳ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شو.
د نن لوبې له پيل مخکې د دواړو لوبډلو غړو لوبغاړو د اسټرالیا د دوو پخوانیو لوبغاړو راډ مارش او شین وارن د مړینې په تړاو د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه.
بنګله دېش له افغانستان سره د دې دوو نړیوالو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ګټلې ده.
د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو تر منځ تر دې مخکې د دریو یوه ورځنیو لوبو لړۍ کې دوې بنګله دېش او یوه لوبه افغانستان وګټله.
هغه سيالي د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام ته د لارموندې لپاره کېدې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس