معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / چین تر هر څه وړاندې د افغانستان د اقصتاد پر رغښت ټینګار کړی

چین تر هر څه وړاندې د افغانستان د اقصتاد پر رغښت ټینګار کړی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبله دوهمه او د اګسټ میاشتې ۲۴مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان په تړاو دې بېغوري نه کوي او د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره دې لاس په کار شي.
هغه زیاته کړې چې نړیوالې ټولنې دمګړی په افغانستان کې ټوله پاملرنه د نجونو زده کړو او کار ته کړې ده، خو دا چاره قوي اقتصاد ته اړتیا لري.
یو شیاویونګ وايي نړیواله ټولنه باید د سیمې د ثبات او افغانستان کې د امنیت لپاره له اوسني حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي ځکه له دې پرته بشردوستانه مرستې او د افغانستان د خلکو لاسنیوی شونی نه دی.
هغه ټینګار کړی چې تر هر څه وړاندې باید د افغانستان اقتصاد ورغول شي ځکه له فعال اقتصاد پرته د افغانستان هېڅ برخه پرمختګ نه شي کولی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس