معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین افغانستان ته زرګونه ټنه نورې بشري مرستې استوي

چین افغانستان ته زرګونه ټنه نورې بشري مرستې استوي

په کابل کې د چین سفیر وايي، له ۱۰۰۰ ټنو څخه د زیاتو بشري مرستو جوپه د افغانستان په لور خوځېدلې ده.

وانګ یې نن یکشنبه (د لړم ۳۰مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، له ۱۰۰۰ ټنو ډېر د بشري مرستو یو قطار له سین کیانګ څخه د کابل پر لور روان شو.

د هغه په وینا په دغو مرستو کې چې خوراکي مواد او ژمني لباسونه په کې شامل دي، ډیر ژر به افغانستان ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له میاشتې راهیسې د چین ـ افغان اورګاډي له ۲۶۰۰ ټنه زیاتې بشري مرستې افغانستان ته لېږدولې دي.

د یادولو وړ ده چې، د تېر حکومت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې اقتصادي ځوړتیا رامنځ ته شوه، چې له امله یې د بشري ناورین د پېښېدو آټکلونه کېږي. د دغه آټکل په ډېرېدو سره نړیوالو بنسټونو له افغانستان سره د شتمنو هېوادونو لخوا د مرستو پر کولو ټينګار وکړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس