معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / په کندز کې د هدفي وژنو په تړاو څلور کسیز ګروپ نیول شوی

په کندز کې د هدفي وژنو په تړاو څلور کسیز ګروپ نیول شوی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۲۲مه او د مارچ ۱۴مه نېټه ده) د کندز ولایت د استخباراتو ریاست وايي، ۴ تنه یې د هغو واکسیناتورانو د قتل په تور نیولي چې دوه اونۍ وړاندې په دغه ولایت کې وژل شوي وو.
په خپره شوې ویډيو کې نیول شوي کسان وايي، د مبین مال خور په نوم یو کس له پنجشېره رهبري کول او دوی ته هر یوه ته یې ۳۰ افغانۍ ورکولې.
د کندز د استخباراتو رییس مولوی حبیب الله هارون وايي، د کندز ښار او شاوخوا سیمو کې یې د لا ښه امنیت په موخه ګزمې او چک پاینټونه ګمارلي دي.
دوه اونۍ وړاندې وسله والو په کندز ولایت کې اووه کسه واکسیناتوران ووژل ، چې د دوی له ډېلې ۴ښځینه او ۳ نارینه وو خو هارون زیاته کړه چې یادو کسانو د اسلامي امارت اړوند دوه کسان هم په ډزو وژلي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس