معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په پکتیکا کې د ډبرو سکرو کان موندل شوی

په پکتیکا کې د ډبرو سکرو کان موندل شوی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد ۲۲مه او د اګسټ ۱۳مه نېټه ده) د پکتیکا په سرروضې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یو کان تثبیت شوی او د کیندنې چارې یې یوه کورني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوي دي.
د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي نظرګل صیاد وايي، چې د دوی تخینکې ټیم د سرروضې ولسوالۍ په ګلردین سیمه کې د ډبرو سکرو یوکان تثبیت کړی دی.
نوموړی وايي له یاد کان څخه د ډبرو سکرو د ایستلو چارې تازه پيل شوي چې لسګونه کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.
صیاد وايي دغه کان د خلکو په شخصي ځمکه کې تثبیت شوی، نو د وزارت له لارښوونې سره سم به تر ۱۰ زرو ټنو پورې د ډبرو سکاره د سیمې خلک وباسي او د هرټن پر سر به درې زره افغانۍ د دولت عوایدو ته جمع کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس