معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د امتیازاتو په ورکړه کې فساد ترسره کېږي

په ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د امتیازاتو په ورکړه کې فساد ترسره کېږي

په ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د امتیازاتو په ورکړه کې فساد ترسره کېږي
راپور: ایمل ظاهر
په ننګرهار ولایت کې د شهيدانو كورنۍ د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو آمریت په فساد تورنوي او وايي، چې په وخت يې كارونه نه خلاصوي.
دوى وايي چې د حوالې د تأيید لپاره په میاشتو میاشتو د کار او ټولنیزو چارو ریاست دروازې شاته ولاړ وي، خو څوک یې غږ نه اوري.
يادې كورنۍ دا هم وايي چې میاشتې کېږي، چې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کارکوونکو لخوا په بېلابېلو بهانو غولول كېږي.
دوی یې د بېلګي په توګه د کلنیو معاشونو ورکړه او یا هم د شهېد د شهادت او د معلولینو د معلولیت د تثبت پروسې څخه یادونه کوي او وایي آن د ښکاره معلولیت او د داسې شهېدانو کارونه هم په میاشتو میاشتو ځنډېږي چې د شهادت لپاره د بېلا بېلو ادارو څخه تائید شوي شرعي وثیقې هم په لاس کې لري.
ښایسته خان چې د یوه معیوب پلار دی او د خوګیاڼو له ولسوالۍ نه یاد آمریت ته د خپل معلول زوی د مالي امتیازاتو د اخیستو په موخه راغلی وایي: ” خیبر مې یوولس کلن زوی دی، د طالب او داعش په جګړه کې لګېدلی، یو لاس یې قطع شوی، نن مې یوولسمه ورځ ده چې دلته راځم تر څو خپل معاش واخلو خو مامورین راته وایي نن د خوږیاڼو نمبر نه دی سبا راشه او سبا ته چې راشم بیا وایي بله ورځ راشه یوولس ورځې مسلسل راغلم خو زما کار نه کېږي دادی برېښنا یې تذکره هم لرم خو کار مې نه ترسره کېږي او هغه کسان چې د مامور لاس ته زور ورکړي او پیسې ورته پکې کېږدي، که نوبت یې زمانه وروسته راشي او کارونه یې خلاص شي.”
ګل رحمان چې اصلاً د میدان ښار اوسېدونکی دی او له تېرو شپېتو کالو راهیسې په جلال آباد کې هستوګن دی، د ملي اردو د یوه داسې سرتېري پلار دی چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د حکومت له مخالفو وسله والو سره په نښته کې وژل شوی دی.
نوموړي د ګهیځ خبریال ته هغه ټول اسناد یو په یو ور وښودل چې د پوځ په لیکو کې یې د زوی د وژ ل کېدو لپاره د دفاع وزارت، چارو ادارې او نورو اړوندو ادارو تائید کړي، خو ددې سره سره دی وایي چې یوه میاشت کېږي چې د دغه آمریت کار کوونکي یې په یوه او بله بهانه کارونه ځنډوي.
دی وایي: ” زوی مې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې شهېد شوی دی، د حقوقو پوهنځی یې په دوهم ټولګي کې پرېښوده او اردو ته لاړ، خو د وطن لپاره شهېد شو، اوس دادی ټول اسناد یې په لاس لرم خو دوی راته نن او سبا کوي او کار مې نه کوي، ځکه پیسو ته چل جوړوي چې پیسې ورنه کړې خبرې هم درسره نه کوي.”
امينه یوه معلوله مېرمن ده چې له بهسودو ولسوالۍ راغلې او غواړي د معلولیت د هغه کتابچې د اعتبار موده کړي چې د امتیازاتو د ورکړې لپاره ورته کلونه وړاندې د شهيدانو او معلولینو ریاست له خوا ورکړل شوې.
نوموړې هم د کارونو له ځنډه شکایت کوي او وایي: “دوه میاشتي مې وشوې چې دلته راځم، کله راته وایي کاغذونه دې ولایت ته یوسه، کله راته وایي شهري مدیریت ته یې یوسه، کله یوه او کله بله اداره راته ښایي. هېڅ نه پوهېږم دوی څه غواړي؟ که کار مي نه کېږي او غیر قانوني وي، نو راته دې ووایي چې بېغمه شم، نور مې په ډېر راتګ هم پیسې ډېرې مصرف شوې او هم ستړې شوې یم..”
ځیني نور بیا د دې ادارې په کار کوونکو تور پورې کوي چې هر مامور یې د شهېدانو د ورثه وو، څو څو کتابچې جوړې کړي او د شهېدانو د حقیقي ورثه وو د کارونو د ځنډ لامل هم همدا چاره یادوي.
دوي وایي ځينې کسان د ادارې په داخل کې کمیشنکاري کوي او د هغو کسانو کارونه ورته تر نورو وړاندې ورته خلاصوي چې دوی ته کمیشن ورکوي.
دغه خلک وایي چې د یاد آمریت کارکونکي له مراجعینو څخه د هغوی د کار د خلاصولو په بدل کې له پنځه سوه نیولې تر دوه زره افغانیو د کمېشن په توګه اخلي.
عابد چې د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي: “دلته دې مامورینو ځانونو ته پنځه پنځه او لس لس کتابچې جوړې کړي ټوله ستونزه همدې جوړه کړې ده، بل دلته ځيني ګوډان ګرځي په کمیشن خلکو ته کارونه خلاصوي چې پنځه سوه زر یا دوه زره افغانۍ ورکړې یوه ورځ کې دې کارونه خلاصوي.”
پر عامو خلکو سر بېره د ننګرهار ولایتي شورا هم پدې اداره کې د فساد شتون تائيدوي خو وایي دې اداره کې د فساد مخنیوي او ستونزو د حل لپاره د ولایتي ادارې، څارنوالۍ د شهېدانو او معلولینو آمریت او ملي امنیت ادارو یو ګډ کمیسیون جوړ شوی چې د ستونزو او فساد مخنوي لپاره یې هیلې پیدا شوې دي.”
د ولایتي شورا مرستیال حاجی محمد اجمل عمر پدې اړه وایي: “پدې اداره کې وړې او غټې ستونزې شته، مونږ فساد هم نه ردوو، خو دا د معاشونو د ورکړې او د معلولینو او شهېدانو د تثبیت پروسه چې ځنډنۍ شوې د رئیس جمهور د حکم له مخې شوې ده.”
د یادوني وړ ده چې څه موده وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني یو حکم صادر کړ چې د شهیدانو او معلولینو د امتیازاتو د صافې او رڼې پروسې لپاره باید د شهیدانو وارثین او معلولین بایومیتریک شي.
بل خوا په ننګرهار کې د شهېدانو او معلولینو آمریت چارواکي د شهېدانو او معلولینو په آمریت کې د فساد شتون په بشپړه توګه ردوي او وایي ټول فعالیتونه یې د ولایتي ادارې، ملي امنیت، او استیناف څارنوالۍ د غړو څخه د جوړ شوي کمیسیون له خوا څارل کېږي او ټول فعالیتونه یې په درست ډول پر مخ روان دي.
د ننګرهار شهيدانو او معلولينو چارو آمر علي محمد کاکړ وایي چې: “د شهېدانو ورثه و او معلولینو ته د امتیازاتو د ورکړې لپاره د محکمې، ولایتي ادارې، څارنوالۍ او ملي امنیت یو ګډ کمیسیون جوړ شوی د ولس مشر د حکم له مخې د دې لپاره چې تور او سپین سره بيل کړو او فساد له منځه یوسو نور پروسیجر هر څه هغوی سموي او مونږ فقط ورته اسناد ساتو او ورسره یې شریکوو.”
دی وایي دې برخه کې د اصلاحاتو راوستو لپاره خپله جمهور رئیس دا پروسه څاري او په ولایتونو کې یې آمریتونه په جدي توګه د فساد مخنیوی کوي.
د شهېدانو او معلولینو آمریت د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې په مجموعي توګه ۳۰ زره د شهېدانو ورثه او معلولین شته چې د ولسمشر د نوي فرمان له مخې یې د هویت د تثبیت لپاره د بایومیټریک چارې پیل شوې او تر اوسه یې یوازې شپږ زره تنه ترې بایومټریک شوې چې ۴۰۰۰ تنو ته یې د ۱۴۰۰ کال معاشونه هم ورکړل شوي او دوه زره نورو ته یې د وېش لړۍ دوام لري. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روانې بد مرغې جګړې د دوام له امله هره ورځ د شهیدانو او معلولینو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس