معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په غزني کې د سکي سیالیو لومړی لړۍ پای ته ورسېده

په غزني کې د سکي سیالیو لومړی لړۍ پای ته ورسېده

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د المپیک د ملي کمېټې د مطبوعاتو غړي مجیب قاري زاده رسنیو ته وویل، دا سیالۍ چې پرون ناوخته پای ته ورسېدې، د سکي ۱۲ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.
قاري زاده وايي، په دې سیالیو کې ځوانانو او تنکیو ځوانانو ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړې چې د ځوانانو په کټګورۍ کې محمد یاسر عزیزي لومړی، سیرت غزنوي دوهم او ناصر اصغري درېیم ځای نیولی دی.
د تنکیو ځوانانو په کټګوري کې منصور عزیزي اول، ساحل اصفي دوهم او ادریس عزیزي درېیم نمبر راغلی.
دا سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ، د جوړولو موخه یې د سکي لوبې وده ښودل شوې ده.
په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د سکي لوبې فدراسیون له پرانستو سره د ۱۲ کسیز ګروپ سیالۍ پیل شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس