معماری
خانه / ژورنالیزم / په خوست کې رسنیز بهیر؛ ستونزې او خنډونه

په خوست کې رسنیز بهیر؛ ستونزې او خنډونه

په خوست کې رسنیز بهیر؛ ستونزې او خنډونه

لیکنه: اباسین څپاند

د طالبانو تر رژیم وروسته په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړیدو سره د نړیوالو په ملاتړ د بیان آزادۍ او رسنیو دور پیل شو او خوست ولایت هم له هغو ولایتونو څخه ؤ چې په همدې موده کې یې پنځلس چاپي رسنۍ درلودې، چې اونیزې، مهالنۍ وې او څه موده د ملي احساس په نامه یوه ورځ پاڼه هم په خوست کې چاپیدله. د لومړیو څو کالونو لپاره له کابله خدمت ګار نومي ورځ پاڼه هم خوست ولایت ته رسیده.

د غږیزو رسنیو له ډلې لومړی پیل د خوست ملي راډیو وکړ. ملي راډیو لومړنی ادرس ؤ، چې ځینې ځوانان یې د ژورنالېزم سره بلد کړل.

ورپسې د اېف اېم راډیو ګانو د جوړیدو لړۍ پیل شوه، چې تر ننه یې شمېر څوارلسو ته رسېږي، چې په وروستیو کې څلور نورې اېف اېم راډیوګانې هم ور زیاتې شوې. په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې غرغښت نومي لومړني خصوصي ټلویزیون هم نشرات پیل کړل چې د اوس لپاره پر ملي ټلویزیون سربیره ژمن او زرغون تلویزیون هم فعالیت لري.

د رسنیو په بهیر کې چاپي رسنۍ نږدې ټولې د نه مسلکیتوب او یا د لګښت د نه پوره کولو له امله وتړل شوې، ایله دوه مهالنۍ اوس هم چاپیږي.

د چاپي رسنیو د تړلو یو لامل یې دا هم ښودل کېږي، چې ځینو ټولنو د خپل فکر خپرولو لپاره چاپي رسنۍ رامنځته کړې او هدف ته د رسیدو یا نه رسیدو وروسته یې وتړلې.

د غږیزو رسنیو لپاره د څو کالونو لپاره یې “پي، ار، ټي” میاشتنۍ لګښت ورکاوه او د هغه مالي سرچینې تړلو را وروسته کم شمېر اېف ایم راډیوګانو په وقفي بڼه نشرات کول او تر ننه له اقتصادي ستونزو خلاصې نه شوې. خو نشرات یې روان دي. ولې تر نولس کلن مزل وروسته هم دوی له مالي اړخه پر ځان تکیه نه شوې؟

د رسینو کارکوونکي وايي، یو لامل یې دا دی، چې رسنیو په خپلو کې هغه رقابت نه کوي چې په لوړه بیه اعلانونه ولري، دوی وايي، که یوه راډیو یو سوداګریز اعلان د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې خپروي نو نورې هغه آن په سل افغانۍ هم اخلي.

بل لامل یې دا ښودل کېږي چې د رسنۍ د ژوندي پاتې کیدا لپاره اوږد مهاله پلان نه لري. معنا دوی یوازې د ورځې تېرولو فکر لري.

ځینې وايي، د رسنیو مسؤولان په خپلو کې همغږي نه لري نو هر څوک یې په خپله لار روان دي.

خو ځینې رسنۍ لا شته چې ښه کره مالي ملاتړې یې پیدا کړي او اوس هم له اقتصادي ستونزو پرته نشرات لري.

د ځوانانو روزنه:

د سولې پیغام راډیو مؤسس زاهد شاه انګار وايي، تر سلو پورې خبریالان یې روزلي دي. د رسنیو مسؤولان وايي، ولس ته یې د سالمې تفریح زمینه برابره هم برابره کړې ده. دوی وايي، ولس یې له سیاسي جریانونو او روانو حالاتو خبر ساتلي.

د خوست پر غږیزو رسنیو نیوکې!

ځینې په دې باور دي چې ځوانان یې له امتیاز پرته ګومارلي، مسلکي یې نه روزي، کالونه وروسته رسنۍ پرېږدي او د زده کړو وخت یې راډیو کې تېر شوی وي او د بل کار کولو استعداد هم نه لري.

سیاسیون بیا وايي چې رسنیو د ټولنې د شعور لوړیدا او فکري روزنه کې څومره چې پکار ده هغومره مثبته ونډه نده اخیستې.

نیوکه کوونکي وايي، دلته راډیوګانو له پېښو د خلکو د خبرولو او د وګړو د فکري روڼتیا دنده پرې اېښې او یوازې ساعت تيري او موسیقي د یوې ټولنې پرمختګ نه شي تضمینولای.

بل خوا د خوست میشتو رسنیو کارکوونکي تر ډېره هغه ځوانان دي چې بې معاشه کار کوي او که چاته معاش ورکول کېږي هم د معاش کچه یې ډېره ټېټه وي، چې له پنځو تر لسو زرو رسېږي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس