معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په جلال آباد کې د برېښنایي تذکرو د وېش په لړ کې فساد شتون لري

په جلال آباد کې د برېښنایي تذکرو د وېش په لړ کې فساد شتون لري

په جلال آباد کې د برېښنایي تذکرو د وېش په لړ کې فساد شتون لري
راپور: ذیشان ذهین
په ننګرهار کې د ګهیځ موندنې ښیي چې په یاد ولایت کې د برېښنایي تذکرو لپاره د آن لاین ثبت نام په پروسه کې فساد موجود دی.
وروسته تر دې چې په هېواد کې د برېښنایي تذکرو له درلودو پرته د پاسپورټ پر ورکولو بندیز ولګي او د برېښنایي پېژندپاڼو اخېستنې لپاره د خلکو لېوالتیا زیاته شوه، اوس په یاد ولایت کې د پېژندپاڼې ژر ترلاسه کولو په مرکزونو کې خلک له فساد سره لاس او ګرېوان دي.
هغه وګړي چې ګاونډ پاکستان یا بل کوم هېواد ته د سفر لپاره پاسپورټ او وېزې ته اړتیا لري، تر نورو ډېر په دغه فساد کې ځان ښکېلوي، ځکه دوی د آنلاین خدمتونو ترنامه لاندې له هغو اشخاصو سره اړیکه نیسي، چې د جلال آباد ښار په بېلابېلو برخو کې یې د دفتر په بڼه کرایي خونې نیولې او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په بېلابېلو مرکزونو کې له کارکوونکو یا مدیرانو سره اړیکه لري.
د آنلاین خدمتونو د دکانونو دغه چلوونکي د هغه اړیکو پر بنیاد چې د برېښنایي پېژند پاڼو په رسمي مرکزونو کې یې لري، د پیسو په مقابل کې د کمېشن کارۍ په بڼه اشخاص بایومټریک ته وړاندې کوي او تر بایومټریک وروسته بیا د څو ورځو په تېرېدو ورته کابل کې تذکره پرنټ او غوښتونکي کس ته یې سپاري.
د ګهیځ له خوا په ترلاسه شویو ثبوتونو کې ښکاري چې یادو کمېشن کارانو د برېښنایي پېژندپاڼې د عاجلې اخیستنې لپاره له یوه کس نه له پنځه زره افغانیو نیولې آن تر درې سوه امریکایي ډالرو پورې ترلاسه کړي دي.
د هغه ثبوتونو په لړ کې چې ګهیځ موندلي یو ثبوت ښکاروي چې د جلال آباد ښار میا اسلم پلازه کې د الیاس آنلاین خدمتونو تر نامه لاندې په یوه دوکان کې کارکوونکي د درې سوه امریکایي ډالرو په بدل کې یوه تن سره ژمنه کوي چې په شپږو کاري ورځو کې به ورته د الکترونیکي تذکره ورکوي. دغه کس غوښتل پاسپورټ ترلاسه او دوبۍ ته سفر وکړي.
همدارنګه د میا اسلم پلازې ځینې نور دوکانداران د منصور، حامد، ادریس د شینوار آنلاین خدماتو تر نامه لاندې ورته کارونه پر مخ بیایي، دوی کې ډېری یې د دې لپاره چې یاده چاره یې رسوا نشي، وخت نا وخت خپل دفترونه د ښار بېلابېلو برخو ته د انتقالوي.
د آنلاین خدمتونو تر چتر لاندې دغه کسان له دوه لارو کمېشن کاري کوي. لومړی یې کس ته دلته ننګرهار کې ثبت نام کوي او بیا یې کابل کې د برېښنایي تذکرو په مرکزونو کې هغو کارکوونکو ته سپاري چې دوی ورسره په فساد کې شریک دي.
د ګهیځ موندنو له مخې ننګرهار کې ډېری دغه ډول کمېشن کاران خپل مراجعین د کابل ولایت د احمدشاه بابا مېنې(ارزان قیمت) او د تایمني په سیمه کې د برېښنایي تذکرو مرکزونو ته وړاندې کوي.
په جلال آباد ښار کې د ګهیځ خبریال د منصور په نامه د آنلاین خدمتونو یو دوکان ته پدې پلمه ورغی، چې غواړي په عاجله بڼه د یوې اونۍ په موده کې برېښنایي تذکره ترلاسه کړو چې د دغې غوښتنې په ځواب کې له دوی څخه د یوه تن پر سر اته زره افغانۍ غوښتل شوې دي.
د خبریال له خوا تر ډېر ټینګار وروسته یاد شخص د یوه کس په سر تر پنځه زره افغانیو پورې را ټیټ شو. کله چې د ګهیځ څېړنیز ټیم یوه تن ترې تر دې هم د پیسو د کمولو غوښتنه وکړه، نوموړي یې پۀ ځواب کې وویل: “موږ ته په دغه پنځه زره افغانیو کې ایله پنځه_شپږ سوه افغانۍ پاتې شي، نورې له موږ څخه هماغه مرکزونو کې ټچ شوي کارکوونکي د کارونو د ژر اجراء په بدل کې اخلي.”
د برېښنایي پېژند پاڼو د آنلاین خدمتونو دغه کارکونکی همدا راز زیاتوي چې: “موږ دوی ته ثبت نام کوو او بیا یې د ثبت شمېره هلته هغوی ته وایو، دوی ته د هغوی د ټیلېفون او هغوی ته د دوی د ټیلېفون شمېره ورکوو. بس چې دوی لاړ شي او زنګ ورته ووهي. کس ورته راوځي او د لږ وخت په تېرېدو دوی د بایومټریک پروسې ته ور غواړي، تر بایومټریک وروسته یې بیا د تذکرو د چاپ لپاره مخته کوي او همداسې د یوې اونۍ په موده کې یې تذکره چاپیږي. ”
له جلال آباد څخه تر کابل پورې د کمیشن کارۍ تر دې اوږدې پروسې وروسته اوس په دوهم قدم کې جلال آباد ښار کې د برېښنایي تذکرو د وېش له دریو فعالو مرکزونو څخه په دوو مرکزونو (چشمۀ خانجي سیمه کې د حاجي عبدالظاهر قدیر کور ترڅنګ او د فارم هډې د برېښنایي تذکرو مرکز) کې د پیسو په ورکړې سره دا چاره پیل شوې ده.
د آنلاین خدمتونو په نامه د برېښنایي تذکرو د ترلاسه کولو په لړ کې دا کمیشن کاري په داسې حال کې جریان لري چې ولسي خلک شکایت لري چې په عادي توګه د ثبت نام نه وروسته، په یوه یا یوه نیمه میاشت کې هم خلکو ته د بایومیتریک پروسې نوبت نه را رسېږي.
د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، پدې اړه وایي: “ما دغه تېره یوه نیمه میاشت کې درې ځل ثبت نام کړی دی، ګومان مې کولو چې یو نه یوه ته به مې وغواړي، خو والله که به یې یو ځل هم غوښتی اوسم.”
نوموړی زیاتوي چې ناروغ لري او غواړي پاکستان ته یې بوزي، د پاسپورټ جوړلو لپاره اوس اړین دي چې باید ډیجیټل تذکره ولرې.
د ګهیځ خبریال زیاتوي چې تر دې کسانو وروسته د آنلاین خدمتونو دغو کارکوونکو هم ورته همدا خبرې تکرار کړې، چې د دغو خبرو ثبوتونه له ګهیځ سره شتون لري.
بل اړخ ته د ننګرهار د احصایي او معلوماتو رئیس عبدالمالک سلیمانزی بیا د یادې موضوع په اړه وایي چې دوی په یاد ریاست کې د هر ډول فساد ادعاوې له لومړیو څخه په کلکه ردوي.
ښاغلی سلیمانزی زیاتوي چې ده خپلو ټولو کارکوونکو ته په دې اړه ځانګړی مکتوب استولی، چې نشي کولی د آنلاین خدمتونو پۀ نامه کوم دفتر یا دوکان ولري.
د ګهیځ له لورې د ځینو ثبوتونو په اړه له وضاحت وروسته نوموړي پدې اړه چې د برېښنایي پېژندپاڼو په مرکزونو کې یو شمېر کارکوونکي د خپلو خپلوانو پرمټ دغه چاره مخته بیایي؛ ښاغلی سلیمانزي داسې وویل:
“زموږ له مراکزو څخه بهر آزاد بازار دی، موږ نشو کولی پر هغو خلکو نظارت وکړو، دې برخه کې باید امنیت او جنایي څانګې خپلې دندې ترسره کړي. موږ به ورسره له خپل ادرسه پوره_پوره همکار و اوسو.”
د احصایې او معلوماتو د رئیس له خوا د فساد نشتون په ټینګار سره ګهیځ د فساد د ځینو ثبوتونو په اړه جزیات ورسره شریک کړل، چې نوموړي یې په ځواب کې زیاته کړه:
” موږ په آنلاین سیسټم کې یو ځانګړی اپشن لرو، چې د هغې له لارې کولای شو، د شهیدانو کورنۍ، معیوبین او هغه محصلین یا زده کوونکي چې له هېواده بهر بورسونو کې د زده کړو لپاره ځي، کارونه تر نورو وړاندې خلاص شي. لدې ور هاخوا نو خپله سیسټم د دې اجازه نه ورکوي چې یو کس مخکې یا وروسته شي.”
د ننگرهار د احصایې او معلوماتو رئیس وایي چې کوم جزییات مو چې د برېښنایي پېژند پاڼو د وېش په ترڅ کې د فساد په اړه له ما سره شریک کړل، زه ډاډ درکوم چې دغه مسایل به په جدي ډول تعقیب او پکې ښکېل کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته ورمعرفي کړم.”
د برېښنایي پېژندپاڼو په اړه لومړیو کې په ملي کچه د دین، قوم او ځینو نورو برخو پر لیکلو پراخ جنجالونه وشول، چې د همدې جنجالونو له امله یې پروسه پڅه روانه وه، خو دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري ورځ تر بلې پر هغو خلکو قیودات ډېریږي، چې برېښنایي تذکرې یې نه وي ترلاسه کړې؛ له همدې امله یې د پاسپورټونو ورکړه، د ځینو هېوادونو د ویزو لګول، د شهیدانو او معلولینو کلني معاشات او د موټرونو د ثبت ترڅنګ محصول او داسې نورو ګڼو فعالیتونو کې د برېښنایي پېژندپاڼې درلودل اړین ګرځولي.
جلال آباد چې د ننګرهار پر ولسونو سربېره په کې د لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو ګڼ شمېر نفوس هم مېشت دی، یوازې درې مرکزونه(د بابړیانو مرکز، د حاجي عبدالظاهر قدیر کور ترڅنګ مرکز او د فارم هډې مرکز) ددې پېژند پاڼو لپاره فعال دي، چې د چارو د څارونکو په باور د همدې کمو مرکزونو فعالیت هم، په هغو کې د فساد شتون لپاره زمینه برابره کړې ده.
خو د ننګرهار د احصایې او معلوماتو رئیس عبدالمالک سلیمانزی بیا پرته لدې چې کومه کره نېټه په ډاګه کړي وایي چې په نږدې لنډ وخت کې به درې نور مرکزونه هم په ننګرهار کې فعال شي چې دوه به یې جلال آباد ښار او یوه بل به یې په کامې ولسوالۍ کې وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس