معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / په ترینکوټ کې په کرونا د اخته ناروغانو لپاره روغتون جوړ شو

په ترینکوټ کې په کرونا د اخته ناروغانو لپاره روغتون جوړ شو

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۱۸مه او د مارچ ۹مه نېټه ده) د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې په موخه ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریيس ډاکټر محمد الله روحاني د یاد روغتون د پرانېستې پر مهال وویل، دې روغتون کې به د کرونا تشخیصه لابراتوار هم فعال کړي.
دی وايي: “دا چې نړۍ د کووېډ-۱۹ د نوې بڼې ‘اومېکرون’ له ګواښ سره مخ ده، نو اړ شو چې د کرونا پر ویروس د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیزو، ددې روغتون ټول پرسونل پوره دي.”
نوموړی وايي، دغه ولایت کې یې په درېیو ورځو کې د کرونا ۲۳۸ بېلګې اخیستي دي چې ۱۹ یې مثبت او ۱۴۷ منفي څرګند شوي دي.
ښاغلی روحاني وايي، دغه ولایت کې زیات شمېر نور کسان هم په کرونا ویروس اخته دي، خو د نمونو لپاره روغتون ته راځي.
د ترینکوټ د ولایتي روغتون رییس ډاکټر غلام حیدر حسامي وویل، په نږدي راتلونکو ورځو کې په یاد روغتون کې د اکسیجن د تولید ماشین هم فعال شي چې په اوسط ډول د ورځې له ۴۰ نیولی تر ۴۵ بالونو پورې به اکسیجن تولید کړي.
په ارزګان ولایت کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسوول ډاکټر معروف خېل وویل، له دې وړاندې د کرونا د وارډ د مسولینو د بې غورۍ له امله وتړل شو چې اوس بیا پرانېستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال دغه ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره نوی روغتون جوړیږي چې کارونه یې شااوخوا ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس