معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پر سوداګرو د حکومت غږ؛ له کومې وېرې پرته په افغانستان کې پانګونه وکړئ

پر سوداګرو د حکومت غږ؛ له کومې وېرې پرته په افغانستان کې پانګونه وکړئ

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان درېیمه او د سپټمبر ۲۵مه نېټه ده) د ځڼغوزیو ټولنې رییس دلدار ځدراڼ ویلي، چې د تېر په پرتله سږ کال د ځڼغوزیو صادرات شوي او په ټول هېواد کې د ځڼغوزیو سپینولو او پروسس ۳۴ فابریکې فعالې دي.
ځدراڼ دا خبرې د رییس الوزراء مولوي عبدالکبیر سره د ځڼغوزیو ټولنې له غړو په غونډه کې کړی.
ځدراڼ او د يادې ټولنې غړو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د سوداګرو پر شتون خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې ا.ا د هېواد له ټولو ملي سوداګرو سره همکار دی او پرې غږ کوي چې پرته له کومې وېرې او ستونزې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
مولوي عبدالکبیر د سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو د هواري ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ا.ا د سوداګرو د سر او مال د ساتلو لپاره هڅې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس