معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / واشنګټن ایکزماینر: پکار ده چې پاکستان کې د امریکا هوایي بریدونه پيل شي

واشنګټن ایکزماینر: پکار ده چې پاکستان کې د امریکا هوایي بریدونه پيل شي

واشنګټن ایکزماینر نشریې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، امریکا باید په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه او هوايي بریدونه پيل کړي.

سرچینه زیاتوي، په پاکستان کې د ترهرګرو ډلو فعالیتونه ډېر شوي او د چټک خپراوي په حال کې دي نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې په دغه هېواد کې هوایي بریدونه پیل کړي او د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره تابیا وکړي.

مطلب لیکي چې که امریکا په پاکستان کې پر وخت اقدام ونه کړي نو د هر ډول خطر د پېښېدو احتمال شته دی. دغه نشریه وایي چې په پاکستان کې بېلې ډلې پراخ فعالیتونه لري او ښایي په سیمه کې د امریکا ګټو ته خطرونه جوړ کړي.

دا مطلب داسې مهال خپرېږې چې تازه په تازه پاکستاني طا لبانو په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. پاکستانی حکومت بیا تمه لري چې له دغه ډلې سره مذاکرات مثبته پایله ولري او د جګړو د ختمېدو سبب شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس