معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / متقي ایران ته په خطاب کې؛ افغان کډوالو سره ناسم چلند به د دواړ هیوادونو په اړیکو منفي اغېز وښندي

متقي ایران ته په خطاب کې؛ افغان کډوالو سره ناسم چلند به د دواړ هیوادونو په اړیکو منفي اغېز وښندي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وري ۲۲مه او د اپرېل ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي دي.
متقي په دې کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د وزارت په خبره، نوموړي امینیان ته په ټینګار سره ویلي، چې ایران کې خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوي تر څو خپلو امنیتي او اړوندو ادارو ته له افغان کډوالو سره په سرحدي سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې په ایران کې د افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو او عام ذهنیت منفي اغېز کوي او د دواړو هیوادونو دښمنانو ته د تخریب او اختلاف اچولو فرصت په لاس ورکوي.
په ورته وخت کې ایراني سفیر ادعا کړې چې حکومت یې له افغان کډوالو سره د بد چلند نیت نه لري او تل هڅه کوي د دواړو هیوادونو اړېکې سره نږدې او باوري وي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اونۍ په ایران کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د حکومت او ولسي خلکو له خوا ناوړه چلند کېږي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ایراني عسکر افغانان رټي، ټکوي او وژني خو په افغانستان کې د ایران سفارت ادعا کړې چې خپرې شوې ویډیو ګانې پخوانۍ دي.
خو ورته مهال د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره اونۍ وویل چې شاوخوا زر افغان کډوال د جبر او زور له لارې له ایرانه ویستل شوي چې سم نمايي قانوني اسناد هم لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس