معماری
خانه / ژورنالیزم / له ټولنیزو رسنیو ګټه وکړئ!

له ټولنیزو رسنیو ګټه وکړئ!

له ټولنیزو رسنیو ګټه وکړئ!

د ګهیځ ټولنې غړی عبدالرقیب سایل

په پښتو کې ټولنیزو رسنیو ته خواله رسنۍ ویل شوې دي. دا هغه ډول رسنۍ دي چې په عین وخت کې هرڅوک ورته لاسرسی لرلی شي، مصارف یې هم کم دي او په اوس وخت کې تر ټولو غوره رسنۍګڼل کېږي. ټولنیزې رسنۍ لکه: فیسبوک، ټويټر، واټسپ، ټیلګرام، ګوګل فلس، بلاګ او ډېرې نورې رسنۍ یادیږي، چې په کارونې سره یې وګړي له خپلو دوستانو او ملګرو سره په آسانه توګه اړيکې نیولی شي او خپل بېلابېل معلومات، نظرونه او نور مسایل له نورو سره شریکولی شي او ډېر ښه والی یې لا دا دی، چې ډېر ژر د نورو خلکو نظرونه هم پرې ترلاسه کېږي. همدارنګه کولی شئ چې په ژوندۍ او عادي بڼه انځورونه او ويډیوګانې هم له خلکو سره شریکې کړئ او وګورئ، چې ستاسې ذهني، لاسي او عملي تولیدات څومره خلک ګوري او څنګه یې ارزوي.

د ټولنیزو رسنیو د کارولو لپاره هڅه وکړئ چې ښه ګټه ترې واخلئ، د دې لپاره چې تاسو خپل وخت نه وي ضایع کړی او په ضمن کې مو ترې زیاته ګټه هم پورته کړې وي. فرضاً که پر فیسبوک تاسو څه خپرول غوښتل، نو لومړی باید تاسو هغه په خپله ټولنه کې په هر اړخیز ډول وارزوئ او وګورئ، چې ستاسو پوسټ څنګه دی، ګټه یې زیاته ده که تاوان یا که انځور غواړئ، چې خپور یې کړئ په دې فکر وکړئ، چې زما له دې انځور څخه څوک څنګه ګټه پورته کولی شي؟

په ټولنیزو رسنیو کې د شخصي اطلاعاتو موضوع ډېره مطرح ده، ځکه له دې لارې په آسانه توګه شخصي اطلاعات غلا کېدلی شي.

«د هویت غلا دې ته وایي چې کله یو څوک وغواړي د یو چا په اړه یا د یو چا د ژوند شخصي اطلاعات ترلاسه کړي او ګټه ترې پورته کړي.[البته د معلوم کس له اجازې پرته، نو دې ته د هویت غلا ویل کېږي؛ کوم چې په ټولنیزو رسنیو کې یې بیلګې ډېرې زیاتې دي.]» (کړوخېل، ۱۳۹۵ل، پاڼہ ۲۱)

دغه ډول اطلاعات معمولاً له ټولنیزو رسنیو څخه اخېستل کېږي، د دې لپاره باید تاسو متوجه وی، چې له دغو رسنیو څخه څنګه ګټه پورته کړئ یا د فیسبوک او ټويټر پر پاڼه څنګه او څه ډول مطالب خپاره کړئ.

افغانستان کې د شرایطو پر بنسټ، په کار ده چې ستاسو کاري ځای، د تګ راتګ لاره مو او نورې چارې په یادو رسنیو کې ونه ښول شي که نه نو تاسې او ستاسو کورنۍ له ګواښونو سره مخه کېدلی شي. بل خوا پر فیسبوک کورني مسایل او د ماشومانو انځورونه خپرول هم اړین نه دي، ځکه خلک یې بیا کاروي او ممکن تاسو ته بیا سرخوږی جوړ کړي. لنډه دا چې هر څه باید تر فیسبوکه ونه رسېږي، یوازې په عامه او فکري کارونو کې ورڅخه ګټه اخېستل مهم دي.

تاسې له دې لارې کولی شئ چې له نړۍ سره ونښلئ او پراخې اړیکې جوړې کړئ. دلته ځینو هغو ټکو ته اشاره کوو، چې د ټولنیزو رسنیو د کارونې په درشل کې خلک کولای شي چې لاسته یې راوړي او یا له دې رسنیو زیاتې پیسې وګټي.

ډېر ملګري پیدا کړئ.

معلومداره ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې خلک له نورو سره ملګري کېږي. دا رسنۍ د دوستانه اړیکو جوړولو لپاره ډېرې غوره دي. که غواړئ، چې د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې ملګري ولرئ نو د همدې رسنیو له لارې کولی شئ، چې تاسې عرب، غربیان، اروپایان او حتی استرلیايي او افریقايي ملګري را خپل کړئ. یوازې دومره چې په فیسبوک یا کومه بله رسنۍ کې یې درسره اډ کړئ او بیا ورسره خبرې اترې کوئ. د خپل ژوند لوړو ژورو څخه یو بل خبر کړئ، نو دا به ستاسې د ښې ملګرتیا جوړولو لامل شي.

آسانه تجارت وکړئ

څنګه چې دا رسنۍ په ټوله نړۍ کې نښلېدلې دي، نو تاسې هم کولی شئ، چې په دې تار ور وزانګئ او خپلې تجارتي اړیکې مو پراخې کړئ. ممکن لیدلي مو وي، چې په افغانستان کې اوس تجاران د نړۍ هېوادونو ته له همدې (ټولنیزو رسنیو) له لارې وړاندیزونه لیږي چې دوی ته تجاراتي توکي را ولیږي، نو ښکاره ده، چې د میل – میل ځنډ لارې یې درته را لنډې کړې دي او یوازې په څو ثانیو کې خپل پیغام هر ځای ته لېږلی شئ. همدارنګه د خپل بزنس لپاره له ټولنیزو رسنیو کار اخیستلی شئ، چې په مختلفو ډولونو یې اعلانات چمتو او بیا یې پرې خپرولی شي.

پيسې وګټئ

د ګټې مختلفې لارې دي. یوه لاره یې د ټولنیزو رسنیو کارول هم دي، چې که څوک پرې وپوهېږي نو ښايي ډېره ګټه به ترې وکړي. د بېلګې په ډول د دې رسنیو کارونکي کولی شي، چې د یادو رسنیو له مالکانو ډېره ګټه وکړي. دوی دې په آنلاین (په کرښه) تبلیغاتو او اعلاناتو کې مؤثره ونډه ولري ترڅو ګټه وکړي. بل د مشهورو خلکو یا چارواکو فیسبوک او نورو ټولنیزو اکاونټونو چلوولو له لارې هم کولی شئ، چې له دغو خلکو سره په میاشتني ډول کار وکړئ او خپل میاشتنی معاش واخلئ.

د معلوماتو پراخ ځای

ټولنیزې رسنۍ د معلوماتو لپاره یوه ښه منبع ده. د ورځې په میلیونونو – میلیونونو خلک لګیا دي مختلف افکار په دې رسنیو کې شریکوي. څېړونکي او لیکوال کولی شي، چې دا معلومات وپلټي او د اړتیا وړ توکي ځینې را واخلي.

خپل تولیدات وپلورئ

د ټولنیزو رسنیو بل ښه ټکی دا دی، چې له دې لارې خلک خپل تولیدات پلورلی شي. له انځور نیولې، تر لیکلو او آن ترې کوچنیو کلېپونو پورې؛ له دې پرته د خپل تولیداتو لپاره پر سوشل میډیا خپل اعلانات خپاره کړئ ترڅو ډېر خلک یې وویني او ستاسې توکي وپيري. که پر دې رسنیو ډېر مخطابان پيدا کړئ نو بیا خو ستاسې کار جوړ دی، ځکه د دې رسنیو له مالکانو به هم پيسې ګټئ او نور خلک به هم بیا تاسې ته اړ وي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس