معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / له تاو تریخوالي ډک فلمونه او سریالونه او د راتلونکي نسل لپاره اروایي ستونزې!

له تاو تریخوالي ډک فلمونه او سریالونه او د راتلونکي نسل لپاره اروایي ستونزې!

له تاو تریخوالي ډک فلمونه او سریالونه او د راتلونکي نسل لپاره اروایي ستونزې!

بهشته ارغند

که څه هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې هېڅ رسنۍ حق نه لري په ټولنه کې تاوتریخوالي ته لمن ووهي او یا د ټولنې ماشومان تاوتریخوالي ته وهڅوي، خو په عملي ډګر کې د افغانستان ګڼې انځوریزې رسنۍ داسې فلمونه او سریالونه خپروي چې له تاو تریخوالي ډکې صحنې لري او د هغې په لېدلو ماشومان او لویان د تاوتریخوالي لوري ته هڅول کېدای شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال سید آقا حسین فاضل سنچارکي په یوه ځانکړې مرکه کې وویل چې له رسنیو سره په ډېرو غونډو کې پر دې بحث شوی تر څو د هغو سریالونو د خپراوي مخه ونیسي چې په ټولنه کې یې ماشومان په لیدو د تاو تریخ والي او تشدد لوري ته هڅول کېږي.

نوموړی وایي چې د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو رسنۍ باید داسې څه خپاره کړي چې په ټولنه کې یووالی، عدالت، مهرباني، همکاري، او مینه رامنځته کړي.

د سانچارکي د معلوماتو له مخې په نژدې راتلونکي کې به د رسنیو د نشراتو او خپرونو لپاره یوه پالیسي جوړه شي چې له مخې به یې د هغو سریالونو د خپرېدو مخنیوی وشي چې په ټولنه کې په تېره بیا پر ماشومانو بده اغېزه لري او هغوی تاوتریخوالي ته هڅوي.

نوموړي زیاته کړه چې د رسنیو د قانون له مخې، هېڅ رسنۍ دا حق نه لري چې په ټولنه کې تاوتریخوالی رامنځته کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال په وینا، دوی تر اوسه په دې اړه هېڅ رسنۍ نده جریمه کړې، خو یوازې د یاد وزارت له خوا توصیه ورته شوې تر څو د دې ډول فلمونو او سریانو د خپراوي مخه ونیسي او په ټولنه کې ماشومان تاوتریخوالي ته و نه هڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې د استاذ رباني پوهنتون د روان پوهنې څانګې استاذ، شرف الدین عظیمي وايي چې له انځوریزو رسنیو څخه د جنګي فلمونو او سریالونو خپرېدل، پر ماشومانو بده اغېزه لري او دوی به په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ کړي.

نوموړي وویل چې د همدې سریالونو له وجې ډېری ماشومان د شپې په خوب کې وېرېږي او پر خپل ځان باور له لاسه ورکوي.

د ارواه پوهنې ددې کار پوه په وینا، ماشومان د دې ډول فلمونو او سریالونو له وجې په ښوونځي کې هم وروسته پاتې کېږي او خپلو درسونو ته په سمه توګه رسېدنه نه شي کولای.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چې ددې ډول فلمونو او سریالونو په لېدلو روږدي به د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې سم راتلونکی و نه لري.

بل خوا د کابل ښار اوسېدونکی اېمل چې د دوه زامنو پلار او د یوې دولتي ادارې مامور دی، وایي چې “کله ماښام کور ته راشم نو د کار د ستړیا له امله نشم کولای پر ماشومانو د ټلویزیون د لیدو یا د ځینو خاصو سریالونو د لېدلو یا نه لیدلو پابندي ولګوم، چې د دوی په ضرر وي.”

نوموړی په داسې حال کې چې وایي جنګي سریالونه او فلمونه پر ماشومانو ناوړه اغېز لري او دوی تاوتریخوالي ته هڅوي، د ټلویزیونونو له مسؤولینو او همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له چارواکو هیله لري تر څو ددې ډول فلمونو او سریالونو د خپراوي مخه ونیسي.

ایمل وویل چې لومړۍ نښه یې همدا ده چې کله ماشومان له کوره بهر د لوبو لپاره ووځي د یادو سریالونو اکټونه او نومونه یو بل باندې ږدي او یو بل ته په یادو نومونو غږ کوي.

د درېچې نور ښوونځي ښوونکې زمزمه، بیا په دې اړه په دې نظر ده چې ګڼ ماشومان ددې ډول جنګي سریالونو او فلمونو تر لېدو وروسته، په ښوونځي کې له تاوتریخوالي کار اخلي.

دغه ښوونکې وايي چې کله ماشومان له درس نه د پنځو دقیقو لپاره بیکاره شي نو له یو بل سره د جنګي سریالونو کیسې کوي او ترې خوند اخلي.

زمزمې وویل چې د راتلونکي نسل د سمې روزنې لپاره، رسنۍ باید په خپلو نشراتو کې ځیني بدلونونه راولي تر څو د ټولنې ماشومان تاوتریخوالي ته و نه هڅول شي.

دې زیاته کړه چې په کورونو کې هم باید د ماشومانو کورنۍ د دوی له خوا د یادو سریالونو او فلمونو د لیدو مخه ونیسي تر څو په ټولنه کې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

همدارنګه د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې مشر او رسنیز فعال، سردار محمد دیندارخېل بیا وایي چې په افغانستان کې د ګڼو انځوریزو رسنیو خپرونې، فلمونه او سریالونه د ژورنالیزم او رسنیزو اصولو خلاف دي. د نوموړي په نظر ژورنالیزم او رسنیز کار په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره خلکو ته مثبت پیغام ورکول دي، نه د تاو تریخ والي خپرول.

دیندارخیل زیاتوي چې د افغاني رسنیو له لوري د رسنیز کار اصول او مقررات نه مراعات کېږي او له تاو تریخوالي او خشونت څخه ډکو بهرنیو فلمونو او سریالونو په خپرولو سره، د ټولنې راتلونکی نسل د تباهۍ کندې خواته هڅوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس