معماری
خانه / ژورنالیزم / فیچر او د فیچر لیکنې ډولونه!

فیچر او د فیچر لیکنې ډولونه!

 

 

  د کابل پوهنتون استاد او د ګهیځ ټولنې غړی ضیاءالاسلام شیرانی

فیچر د اوسني ژورنالیزم یو مهم ژانر دی  او نن سبا په نړۍ کې ډېر لوستونکي لري.  دغه ژانر د ادب او ژورنالیزم یو ګډ ژانر هم بلل کیږي، ځکه د فیچر ژبه ادبي رنګ لري. فیچر تر ډېره مجلو او ورځپاڼو ته لیکل کېږي؛ خو راډیویي او تلویزیوني فیچرونه هم شته. راډیویي او تلویزیوني فیچرونه نظر د مجلې او ورځپاڼې یا مطبوعاتو فیچر ته لنډ وي.

د فیچر پېژندنه:

د ژورنالیزم پوهان د فیچر د کلمې په اړه دوه نظره وړاندې کوي. یو دا چې فیچر د لاتینې ژبې له Factura،   Facere  او Factum څخه اخیستل شوې کلمه ده چې د سینګار، سینګارولو یا فیشن  معنا ورکوي او د نړۍ نورو ژبو ته هم له لاتیني ژبې راغلې ده. دویم دا چې فیچر د لرغونې فرانسوي ژبې کلمه ده چې د فیشن، سینګار او جوړښت معنا ورکوي او د انګلیسي ژبې په ګډون د نړۍ نورو ژبو ته فیچر له همدې لرغونې فرانسوي ژبې راغلی دی.

پوهنمل محمد خان نیازی په خپل کتاب «فیچر لیکنه» کې لیکي چې فیچر اصلاً د لرغونې فرانسوي ژبې کلمه ده  چې له همدې ژبې انګلیسي او له انګلیسې څخه یې نورو ژبو ته د خپل ارزښت له مخې لار موندلې ده. په ټوله کې د فیچر لغوي معنا د یو شي ظاهر، بڼه، مخ، جوړښت، ننداره او ښوونه ښودل شوې ده.

د فیچر د اصطلاحي معنا په اړه هم د ژورنالیزم پوهانو بېلابېل تعریفونه کړي دي. ډاکټر مسکین علي حجازي وایي: « فیچر پر یوې له پامه غورځېدنې موضوع داسې لیکنه ده چې په زړه پورې او د لوستلو وړ یې کړي.»

امریکایي پېټرسن وایي :« فیچر خبر ته ورته یوه لیکنه ده چې له حقایقو سره څېړنه، شننه او مرکې په کې د دې لپاره ور زیاتې شوې دي، ترڅو د لوستونکو لارښوونه وکړي او هغوی له موضوع خبر کړي.

ایم لایل سپنسر د فیچر په اړه وایي چې «فیچر د ورځپاڼه لیکونکو یو داسې نوښت دی چې کم ارزښته خبرونه لوړوي، لوستونکو ته سالمه تفریح او په زړه پولې معلومات په طنزي او ډرامایي بڼه وړاندې کوي. »

زابر بدرلیکی : «فیچر د ژورنالیزم یو ځانګړی ډول دی چې موخه یې لوستونکو ته سالمه تفریح، معلومات او په ادبي ډرامایي بڼه تر پایه له ځان سره د لوستونکو ساتل دي چې دا کار یوازې تجربه کار، ماهر او مسلکي ژورنالیستان کولای شي.»

فیچر د نوي ژورنالیزم هغه ژانر دی چې د خبر او رپوټ په څېر په پېښو پورې اړوند حقیقتونه وړاندې کوي؛ خو په دې توپیر چې د خبر ژبه وچه او رسمي وي، مګر د فیچر ژبه معلوماتي، انځوریزه او ډرامایي وي. په خبر کې هڅه کېږي چې شپږو پوښتنو (کله، چېرته، څنګه، څوک، څه ډول، ولې) ته ځواب ورکړل شي؛ خو فیچر شپږو پوښتنو ته د ځواب ورکولو ترڅنګ د پېښې په اړه شننه کوي، او لوستونکي یې له شالید او راتلونکو اغېزو خبروي.

د فیچر لیکنې ارزښت او اړتیا:

ختیځ ژورنالیزم ته فیچر لیکنه د لوېدیځو هېوادونو له ژورنالیزم څخه راغلې ده. په ختیځو هېوادونوکې د فیچر لیکنې د رواجېدو یو لامل په دغو ټولنو کې هغه وخت د بیان د ازادۍ نشتوالی بلل شوی دی. له دې امله خبریالانو هغه خبرونه او موضوعات چې د خپرېدو اجازه نه ورکول کېده په فیچر یا رنګین پوښ کې خلکو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره وړاندې کول؛ خو د فیچر لیکنې اهمیت هغه وخت زیات شو چې له ډېرو خبرونو سره دلچسپي لږه شوه، نو د دې لپاره چې لوستونکي د پېښو په اړه معلومات ترلاسه کړي او له ورځپاڼو او مجلو سره یې دلچسپي وساتله شي نو خبریالانو فیچر لیکنې ته مخه وکړه.

په رسنیو کې د فیچر د اهمیت یو بل لامل د لوستونکو رواني غوښتنې دي، په اکثرو ټولنو کې ګڼ خلک د ساده او جالبو موضوعاتو لوستل خوښوي، د تبصرو، مقالو، سر مقالو او داسې نورو تحلیلي لیکنو پر ځای یې د تفرېحي او په زړه پورو مطالبو لوستل زیات خوښېږي؛ نو له هغه ځایه چې رسنۍ د خلکو دغه رواني غوښتنې له پامه نشي غورځولی، د فیچر لیکنې اهمیت او ضرورت لا ډېر کړی دی.

د ژورنالیزم ډیری لارویان په اند دي چې د مطبوعاتي لیکنو لپاره یوازې د معلوماتو ډېروالی هم نه دی، بلکې د دغو لیکنو په زړه پورې والی هم مهم دی. ځکه لوستونکي د لیکنې تر لوستلو وروسته دا پرېکړه کوي چې زیات او جالب معلومات یې لرل که نه؟ نو د دې لپاره چې یوه مطبوعاتي لیکنه لوستونکي ځانته راوکاږي باید د لیکنې ظاهري بڼه هم جذابه کړای شي چې دغه کار د فیچر لیکنې په ذریعه کېدلی شي.

دا چې غواړو لوستونکي د لینکنې لوستلو ته وهڅوو، نو فیچر باید په داسې بڼه په ښکلو کلمو او جملو ولیکل شي، چې لوستونکی یې تر پایه په مینه ولولي.

د فیچر ډولونه:

که څه هم فیچر ډېر ډولونه لري؛ خو هغه چې د ګڼو هېوادونو په مطبوعاتو کې د پام وړ دي، دلته یې په اړه معلومات وړاندې کوم:

  1. شخصي فیچر(Personal feature):

شخصي فیچر د مهمو اشخاصو په ژوند او کارونو لیکل کېږي. دا ډول فیچر لیکنه کې د مشهورو سیاسي څېرو، لیکوالانو، هنرمندانو او نورو پیاوړو کسانو په اړه لوستونکو ته معلومات په داسې انداز کې وړاندې کېږي، چې له لوستلو یې خوند واخلي.په شخصي فیچر کې د یوه کس د شخصیت او ژوند مختلفې خواوې څېړل کېږي. د دا ډول فیچر لیکلو لپاره د یوه کس په اړه له لیکل شویو اثار، مرکو او شخصي یادښتونو څخه ګټه اخیستل کېږي.

شخصي فیچر په خپل ذات کې بیا په دوه ډوله لیکل کېږي، یو دا چې یو کس ژوندی وي او په اړه یې فیچر لیکل کيږي. بل دا چې یو شخص مړ وي او په تړاو یې فیچر لیکل کېږي.

  1. تاریخي فیچر (Historical feature):

دا ډول فیچرونه له لویه سره په جالبو تاریخي پېښو او حقایقو لیکل کېږي. په دې ډول فیچر لیکنه کې په ځانګړې توګه هغه تاریخي پېښې چې له کومې نوې واقع شوې پېښې سره تړاو ولري، ډېرې کارول کېږي. د تاریخي فیچر مواد له کتابونو، چاپي پاڼو او له داسې کسانو څخه چې خپله یې په هغې تاریخي دوره کې ژوند کړی وي یا تاریخپوه وي د مرکو له لارې تر لاسه کېدلی شي.

  1. خبري فیچر (News feature):

دا ډول فیچر په هغو له پامه غورځېدلو موضوعاتو او خبرونو لیکل کېږي چې لوستونکو ته مهم نه ښکاري یا دا چې د خبرونو د ډېروالي له امله اصلاً نه خپرېږي. خبري فیچرونه تر ډېره د خبرونو په پاڼه کې چاپېږي او هڅه کېږي چې په دغه ډول فیچر کې انساني احساسات او غوښتنې داسې ګډې شي چې لوستونکي یې په پوره شوق ولولي.

  1. علمي فیچر (Scientific feature):

علمي یا ساینسي فیچر په علمي موضوعاتو لیکل کېږي، د دغه ډول فیچرونو ژبه ساده او عام فهمه وي؛ خو ځینې وخت د ساینسي اختراع‌ګانو په اړه لیکل شوي فیچرونه ډراماتیکه بڼه هم لري او په دې ډول په ساده او جالبه توګه عام لوستونکي له نویو ساینسي اختراعاتو خبروي. د علمي فیچر مواد له کتابونو، علمي رسالو او د اړوندې علمي څانګې له ماهرانو څخه ترلاسه کېدی شي.

  1. ټولنیز فیچر (Social feature):

د فیچر دې ډول ته په ځینې ټولنو کې زیات ارزښت ورکول کېږي. په دغه ډول فیچرونو کې د ټولنیز ژوند بېلابېلې خواوې څېړل کېږي. په ټولنیز فیچر کې د فیچر لیکوال د ټولنې هغو نیمګړتیاوو ته ګوته نیسي او د رابرسېره کولو هڅه یې کوي چې د عامو خلکو له نظره لوېدلي وي او پام نه ورته کوي.

  1. روزنیز یا تعلیمي فیچر (Educational feature):

روزنیز یا تعلیمي فیچر خلکو ته د تعلیم ورکولو په موخه لیکل کېږي او لوستونکو ته د یوې مهمې موضوع په باب چې د هغوی له ژوند سره تړاو لري روزنیز معلومات ورکوي، لکه روغتیا ساتنه، د د زده کړو اهمیت، د خوشاله ژوند کولو لارې چارې او دې ورته نور موضوعات.

د فیچر لیکوونکي ځانګړنې:

فیچر لیکنه که څه هم په اوسني عصر کې د ژورنالیزم یو مهم او پېژندل شوی ژانر دی او په ورځپاڼو کې د فیچر لپاره ځانګړی ځای موجود وي؛ خو په افغاني ټولنه کې لا هم ډېر دود نه دی.

فیچر هغه ژانر دی چې د ادب او ژونالیزم پوله سره تړلي. په دغه ژانر کې تلوسه، ادبي ذوق، انځورګري، نرمه او ادبي ژبه ټول هغه څه دي چې دغه ژانر ته له ادبیاتو سره تړاو ورکوي.

په ټوله کې ځیرکتیا او تجسس، له ژبنیو اصولو سره بلدتیا، د خپلې ټولنې په باب معلومات درلودل، د پنځونې وړتیا، ژورنالیستیکي وړتیاوې او لیکوالي هغه مهم موارد چې یو فیچر لیکونکی یې باید ولري، تر څو وکولای شي یو ښه فچیر ولیکي.

پای

ماخذونه:

۱ـ نیازی، محمد خان (۱۳۸۴ل)، فیچر لیکنه، جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۲ـ نور، محمد کریم (۲۰۰۹)، ژورنالیستي ځیلونه، آلمان: ګودر خپروندویه ټولنه.

۳ـ سمندر، رحیم الله (۱۳۸۹)، د نوي ژورنالیزم ارونه، جلال آباد: ګودر خپروندویه ټولنه.

۴: همدرد، شیرشاه، د ادب او ژورنالیزم ګډې خواوې او ژانرونه:

https://www.ketabton.com/bookfile/1586

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس