معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / فساد شتون په ننګرهار کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه ناکامه کړې

فساد شتون په ننګرهار کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه ناکامه کړې

فساد شتون په ننګرهار کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه ناکامه کړې
راپور: حضرت نبي نبي زاده
هېواد کې چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر له دوه نیم میلیونو اوړي، د دې شمېر ډېره برخه ننګرهار کې پر نشه یي توګو روږدي کسان تشکیلوي.
ګهیځ د خپلو باوري سرچینو د اطلاعاتو پرمټ موندلې، چې یو شمېر کسان د ځینو مافیايي کړیو په ملتیا رڼا ورځ کې د نشه يي توکو پر پلور بوخت دي. له همدې امله د جلال اباد ښار په عامه پارکونو او واټونو کې او آن د ولایت په سل مترۍ کې په لسګونه روږدي کسان پرته له کومې وېرې پوډر، شیشه او نور نشه يي توکي کاروي.
د دې ښار له تلاشۍ څلور لارې نیولې، د انګور باغ تر څلورلارې او بیا د جلال اباد ښار په نورو ځایونو کې، ډله – ډله تنکي ځوانان د سړک پر سر، چې عام وګړي او دولتي چارواکي ورته په رڼو سترګو ګوري، خپلې ځوانۍ د نشه يي توکو پر لوګیو سېځي.
همدغه روږدي کسان د خپلو نشه يي توکو د پېرلو لپاره ډېری وخت غلاوې او آن شوکې کوي، څو پیسې ترلاسه او ځان ته پرې نشه وپېري.
ننګرهار کې پر نشه یي توکو روږدي کسان وايي، هر ډول نشه يي توکي ورته په ډېرې اسانۍ د ښار په هره سیمه کې پیدا کېږي.
د دوی له ډلې نظرګل وايي:
((پوډر، شیشه او نور مخدره توکي موږ ته په ډېرې اسانۍ د ښار په منځ کې پیدا کېږي. چرس او سګرټ خو بېخي عادي خبره ده. یا هټۍ وي او یا هم د سړک پر سر ناست کس، خو موندلو کې یې هېڅ ستونزه نشته. همدا اوس که تاسو ماسره زما په څېر حالت کې لاړ شئ، خپله به یې په ډېرې اسانۍ ترلاسه کړئ. ډېر کله د شپې ناوخته ځانګړي کسان وي چې موټرونو کې ښه ډېر نشه يي توکي راوړي او بیا یې دا نور کسان د ورځې پر موږ باندې پلوري.))
په داسې حال کې چې حکومت د نشه یي توکو پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کوي، خو په عمل کې بیا په ازاد ډول د نشه يي توکو دا ډول خرڅېدنه د دې لامل شوې، چې دغه ولایت کې ورځ تر بلې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زیاتیږي.
د پوهنتون استاد او دیني عالم عتیق الله ثاقب د معتادینو د ډېروالي لامل د دغې برخې پر وړاندې مبارزه کې د فساد شتون یادوي.
دی وايي:
((د ننګرهار ولایت مقام په سل مترۍ کې دا پر نشه روږدي ځوانان چارواکي نه ویني؟ دا چې په ډېر بد حال په نشو اخته دي. معلومه خبره ده. د دوی پر دغې کړنې د فساد شتون له امله سترګې پټيږي، له همدې امله پرې حکومتي چارواکي چوپه خوله دي او د مخنیوي لپاره یې اقدام نه کوي.))
ولسي وګړي په دې باور دي چې د فساد له امله نشه يي توکو ته د خلکو اسانه لاسرسی کولی شي، په چټکۍ سره د روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راولي.
د دوی په خبره د امیر شهید او سراج العمارت باغونو کې د پخوا په پرتله پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی، چې له امله یې ګڼې امنیتي او ټولنیزې ستونزې راولاړې شوې دي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی او یو تن محصل عبدالحمید وایي، یادو پارکونو ته ډېری محصلین د مطالعې لپاره راځي، خو اوس دغه پارکونه د نشه ‌یانو پر مرکزونو بدل شوي، چې محصلین ترې د مطالعې لپاره له ګټې اخېستنې بې برخې دي.
د جلال اباد ښار یو اوسېدونکی صلاح الدین وايي:
((د روږدو کسانو شتون یوازې تر ښاره پورې نه دی محدود. د ښار په څنډو د بهسودو او درونټې په مېله ځایونو کې هم د دوی ډېرښت خلک تر پوزې راوستي. د ښار په هره سیمه کې د نشه يي توکو ترلاسه کول عادي خبره ګرځېدلې.))
پر نشه يي توکو د روږدو کسانو کورنۍ بیا په دې برخه کې امنیتي او روغتیايي مسؤولین ګرم بولي. د دوی په وینا ښار کې په ډاډه زړه د نشه يي توکو پلور روان دی، خو چارواکي پرې سترګې پټوي.
د دغو روږدو کسانو له ډلې د یوه روږدي پلار د هویت پټ ساتلو په شرط وايي:
((دلته یوه مافیايي کړۍ ده. خپل-خپلوان او ملګري یې همدې امنیتي برخو کې په لوړو څوکیو ګمارل شوي. یا یې لوړپوړي امنیتي چارواکي د څو روپیو په بدل کې خپل کړي او کرار خپل تجارت کوي. د هغوی یې پرې څه؟ احساس خو نه لري چې د دغو نشه يي توکو په پلور سره به یو ځوان پسې تړلې کورنۍ بې سرپرسته شي. د یو کس او کورنۍ په هیلو به خاورې واوړي. زما د زوی دوه لوڼې او یو زوی د خپل پلار روغ لیدو په ارمان دي. پلار یې ټوله ورځ په سپېرو خاورو کې د سړک پر غاړه نشه پروت وي. لمسي مې بهر له ماشومانو سره لوبې نشي کولی. خلک ورته پېغور ورکوي. د پوډري زوی یې بولي. څه وکړم؟ څو وار مې د معتادینو روغتون ته بوتلو، خو تر رغېدو وروسته دغې بد بوټي ته اسانه لاسرسي رانه بیا ځل پوډري کړ. نور مې زړه ترې مات دی. کله چې ښار ته ځم. د سړک پر غاړه یې د نشه یانو منځ کې لټوم. زما د زوی په شان نورې ډېرې ځوانۍ دي چې دغو نشو خاورې ایرې کړې. له سترګو مې اوښکې ورته روانې شي. لوی علت یې د یو څو پیسو په مقابل کې دغو نشه يي توکو پلور ته اجازه ورکوونکي امنیتي مسؤولین دي. دوی به خدای ته ځواب ورکړي. زموږ د مظلومانو آه به یې حتما یو ورځ وهي.))
بلخوا بیا په ننګرهارکې د معتادینو ۱۵۰ بستریز روغتون مشر ډاکټر محمد سمین ستانکزی وايي، د روغتون له جوړېدو راهیسې یې تر دا مهاله ۹ زره ۱۸۰ تنو ته درملنه کړې ده. د ده په خبره اوس هم دوی سره ۱۵ زره ۸ سوه ۵۸ روږدي کسان ثبت دي.
نوموړی وايي، که څه هم ننګرهار کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو کره شمېر نه دی معلوم، خو په وینا یې وضعیت ته په کتو حتمي ده چې شمېر به یې زیات شوی وي، نو ځکه باید لوړ پوړي روغتیايي مسؤولین یاد روغتون ته پراخوالی ورکړي او امکانات ورته ډېر کړي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فريدخان بیا وايي، موږ په تېر یو نیم کال کې ۲۶ ټنه مختلف النوعه مخدره توکي سوځولي دي، ۱۹۶ تنه د نشه يي توکو قاچاقبران مو هم نیولي او قضايي ارګانونو ته مو ورپېژندلي دي.
نوموړی بیا د روږدو کسانو د زیات والي په اړه وایي، چې ۱۵۰ بستریز روغتون په ننګرهار کې دوی ته کفایت نه کوي، چې دې ته باید لا نوره پراختیا ورکړل شي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند برعکس په خلکو او کورنیو نیوکه لري چې د ده په خبره د رغېدلو روږدو کسانو په پالنه کې یې بې غوري کړې ده. نوموړی وايي:
((د کورنیو مسؤولیت په دې برخه کې زیات مؤثر دی، څو روږدی کس تر رغېدو وروسته تعقیب او وڅاري چې بیا ځل نشه يي توکو استعمال ته مخه نه کړي.))
په اسانه د نشه يي توکو د پلور په غبرګون کې نوموړی وايي:
((ولس دې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې له امنیتي مسؤولینو سره همکاري لا ډېره کړي. په دې اړه دې اطلاعات له امنیتي مسؤولینو سره شریک کړي، څو دوی یې په اړه اجرات وکړي.))
بلخوا بیا په ننګرهار کې ټولنیز فعال او د نظر خاوند عبدالله صميم پر امنیتي مسؤولینو نیوکه کوي چې د نشه يي توکو په منځه وړلو کې یې قاطع کار نه دی کړی. نوموړی تور پورې کوي چې د امنیتي مسؤولینو په منځ کې د ځینو فاسدو اشخاصو شتون له امله دغه مبارزه یواځې تر شعار پورې محدوده پاتې ده، چې په وینا یې عمل کې یې د کار هېڅ څرک نه لیدل کېږي.
دی زیاتوي:
((دلته څو مسایل دي. لومړی بې کاري ده. د ټولنې د وګړو او په ځانګړې ډول ځوان قشر لپاره داسې کوم منظم پلان نشته چې په اساس یې ځوانان په کارونو بوخت او له نشه يي توکو لرې پاتې شي. دوهم د لویو مافیايي کړیو تجارت دی. که د نشه يي توکو د پلور او استعمال مخه ونیول شي، معلومه خبره ده چې د دغو خلکو کاروبار په ټپه ودریږي او دوی به هېڅکله دغسې کار ته اجازه ورنه کړي.))
یو بل د نظر خاوند او ټولنیز فعال فضل الله عرفان هم په دې برخه کې امنیتي مسؤولین پړه او ملامته بولي. دا تور پورې کوي چې حکومت د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې بې غوره دی.
په جلال اباد ښار کې هټيوال محمود وايي:
((ګاونډي يې د پوډرو د قاچاق پرمهال لاس په لاس نیول شوی ؤ، خو د دوو میاشتو بند وروسته د پيسو په بدل کې بېرته له بند څخه خلاص او اوس ازاد ګرځي.))
نوموړی وايي، په خپلو سترګو یې لیدلي چې لوړپوړي دولتي چارواکي د دغه پخواني قاچاق کوونکي سره تګ – راتګ لري او ناسته ولاړه ورسره کوي.
اساسي پوښتنه دا ده چې پوډریان پوډر له کوم ادرسه ترلاسه کوي؟
له پرلپسې دوو میاشتو سختو پلټنو وروسته په دې وتوانېدو چې جلال اباد ښار انګور باغ سیمه کې د پوډرو اصلي پلورنځی پیدا کړو او په اړه یې خپل راپور بشپړ کړو.
د پوډرو یاد پلورنځی د انګورباغ چوک مخامخ له چهل متره سړک اخوا د زید بن ثابت رضی الله عنه مسجد ترڅنګ چې په ژیړ مسجد مشهور دی موقعیت لري. په دغه سیمه کې د سړک پر غاړه خام کور کې یوه ډله کسان په ډله – ډله پوډریانو باندې په رڼا ورځ پوډر پلوري، په داسې حال کې چې له دغې سیمې څو قدمه هاخوا د عدلیې ریاست او د حوادثو ریاست ترڅنک د ملي امنیت یوه حوزه هم شتون لري.
د یادې سیمې یو تن اوسېدونکی جمیل وايي:
((په رڼا ورځ لوکسو موټرونو کې دغه کور ته کسان پوډر ښکته کوي او بیا یې یوه بله ډله خلک پر پوډریانو باندې پلوري. موږ هم د لا پلټنې او څېړنې په خاطر څو ساعته په دغه سیمه کې تم شو او په خپلو سترګو مو ولیدل، چې ډله – ډله ځوانان د سړک پر سر دغه خام کور ته ورځي او د پيسو په بدل کې ترې پوډر ترلاسه کوي.))
له دې علاوه د انګورباغ له څلورلاري پورته د نهر پر غاړه ډېری نشه یان په رڼا ورځ له شته غرفو او دوکانونو پوډر رانیسي او په رڼا ورځ د حکومت تر سترګو لاندې دغه سیمه کې پوډر پلوري.
پر پوډرو روږدی رحمان ګل وايي، هره ورځ پوډر د نهر غاړې له غرفو ترلاسه کوي او هلته په عام بازار کې پلورل کېږي، هغه نیوکه وکړه چې دولت د پوډرو اصلي سرچیني نه وچوي، بلکې پر ځای یې دلته دوی پسې راخېستي او ځغلوي یې.
هڅه مو وکړه په ننګرهار کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو دقیق ارقام ترلاسه کړو، خو په دې اړه اړوندو مسوولینو سره د کره ارقامو نشتون له امله بریالي نه شو.
نړیواله ټولنه او افغان دولت له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه وکړي، خو تر اوسه دغې مبارزې کومه پرېکنده پایله نه ده ورکړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس