معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / فایق: سږکال به د م.م په عمومي غونډه کې د افغانستان په اړه د خبرو لپاره استازی نه وي

فایق: سږکال به د م.م په عمومي غونډه کې د افغانستان په اړه د خبرو لپاره استازی نه وي

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان درېیمه او د سپټمبر ۲۵مه نېټه ده) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر حکومت استازی نصیر احمد فایق وايي، چې سږکال به هیڅوک هم د دې سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب خبرې ونه کړي.
هغه لیکلي، « افغانستان او میانمار د هغه هوکړې له مخې چې تېر کال په عمومي اسامبلۍ کې وشوه او خبرې یې ونه کړې؛ سږکال به هم په هماغه توګه افغانستان او میانمار په عمومي اسامبلۍ کې خبرې ونه کړي.»
خو نوموړي د ځان په اړه تمه و ښوده، چې د دغه سازمان په عمومي غونډه کې به ګډون او خبرې وکړي.
دا غونډه به د روانې میلادي سپټمبر میاشتې په ۲۷ نېټه جوړه شي او ویل کېږي چې چې د بحث محور به یې هم د افغانستان وضعیت وي.
پر افغانستان د ا.ا د ولکې یو کال بشپړ شو خو لا هم په ملګرو ملتونو کې له بیا بیا غوښتنو سربېره د افغانستان څوکۍ نوي حکومت ته نه ده سپارل شوې. تېر کال هم د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان څوکۍ خالي پاتې شوې وه.
تاز یو ځل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ هم په ملګرو ملتونو کې اوسني حکومت ته د افغانستان د څوکۍ سپارلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د بې بنسټه اندېښنو د ختمولو لپاره دا چاره ګټوره ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس