معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / عربي متحده اماراتو په کابل کې خپل سفارت له سره پرانست

عربي متحده اماراتو په کابل کې خپل سفارت له سره پرانست

متحده عربي اماراتو د خپل بیرغ په پورته کولو سره په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانست.

د افغانستان داسلامي امارت ویاند اود اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه د عربي متحده اماراتو د سفارت د بیا پرانستو خبره کړې ده.

مجاهد لیکلي: ” د نورو مثبتو ګامونو په لور یو مثبت ګام؛ متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت د خپل بیرغ په پورته کولو سره بېرته پرانېست”.

هغه وايي چې متحده عربي امارات او افغانستان په خپلو منځونو کې ښې اړيکې لري او زیاتوي، پکار ده چې دا اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

د يادونې وړ ده، چې په کابل کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ګڼو هېوادونو خپل سفارتونه تړلي وو، خو د پاکستان، روسيې او چين سفارتونو د تېر په څېر خپلې دندې پر مخ وړلې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس