معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سویلي سالنګ کې د برېښنا په ویجاړو شو پایو د ترمیم کار په چکټیا روان دی

سویلي سالنګ کې د برېښنا په ویجاړو شو پایو د ترمیم کار په چکټیا روان دی

سویلي سالنګ کې د برېښنا په ویجاړو شو پایو د ترمیم کار په چکټیا روان دی

له سیمې څخه د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنیر صفي الله احمدزي د معلوماتو له مخې، د برېښنا هغو دوو پایو له جملې څخه چې په سویلي سالنګ کې ویجاړې شوې وې، د یوې پايې کار د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو له خوا بشپړ شوی او په راتلونکو څو ساعتونو کې به د کابل په ګډون د اړوندو ولایتونو برېښنا هم ونښلول شي.
همداراز د ښاغلي احمدزي په وینا، اوس مهال د برېښنا دویمې پایې د رغولو کار پیل شوی چې پر بشپړولو یي ګړندی کار روان دی.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په سویلې سالنګ کې د برېښنا دوه پايې په ماینونو والوزول شوې چې له امله يې د کابل په ګډون د اړوندو ولایتونو برېښنا هم پرې شوه.
ــــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس