معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، سعودي عربستان پرېکړه کړې چې په کابل کې تر درې میاشتني ځنډ وروسته خپل ډيپلوماډیک ماموریت بېرته پيل کړي.

سرچینه زیاتوي چې، ډېر ژر به سعودي عربستان خپل سفارت په کابل کې پرانیزي. په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره سم ډېری هېوادونو خپل سفارتونه په کابل کې وتړل خو سوکه سوکه د ځینو سفارتونو پرانیستل کېدل پیل شوي دي.

وړمه ورځ متحده عربي اماراتو خپل سفارت پرانیستی او د آلماني رسنیو لخوا داسې راپورونه خپاره شوي چې دغه هېواد به هم د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ډېر ژر خپل سفارت پرانیزي.

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې ځينې اروپايي هېوادونه او ان د ناټو غړي هېوادونه به هم ډېر ژر خپل سفارتونه په کابل کې پرانیزي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس