معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / روسیه اندېښمنه ده چې بهر ته وړل شوې افغان الوتکې به د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورشي

روسیه اندېښمنه ده چې بهر ته وړل شوې افغان الوتکې به د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورشي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمري/اسد ۲۶مه او د اګسټ میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښيي، چې د جمهوریت د پرځېدو پر مهال بهر ته وړل شوې د افغانستان ۱۰۰ چورلکې او جنګي الوتکې ښايي د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورشي.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د مخکني حکومت د پرځېدو پر مهال د دغه هېواد د هوايي ځواک لسګونه چورلکې او الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته بېول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د تېر حکومت د هوايي ځواک پيلوټانو نږدې ۶۰ الوتکې او چورلکې تاجکستان او دغه راز ۴۰ یا ۵۰ چورلکې او الوتکې ازبکستان ته لیږدولې دي.

کابلوف دا نه ده په داګه کړې، چې ولې دا اندېښنه ورته پيدا شوې او څنګه شونې ده چې د افغانستان جنګي تجهیزات د اوکراین د پوځ په لاسونو کې ولوېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس