معماری
خانه / ژورنالیزم / رسنۍ او په ټولنه کې یې د ستاینې وړ ونډه

رسنۍ او په ټولنه کې یې د ستاینې وړ ونډه

رسنۍ او په ټولنه کې یې د ستاینې وړ ونډه

له بهرنیو سرچینو څخه

ژباړه: فوزیه حسن خیله

هغه ورځې لاړې، کله به چې دولتونو د معلوماتو په پټولو سره عام وګړي په تیاره کې ساتل او په دې کار کې به بریالي کېدل، اوس رسنۍ ویښې دي او هر وخت یې په پوره چمتووالي سره دوی تر نظر لاندې نیولي دي. د تحقیقي ژورنالېزم له ودې سره رسنۍ د دولت یوه مهمه پایه ګرځېدلې ده.

پخوا به د سیاستونو او پالیسیو د جوړښت پر وخت یوازې د اشرافو ګټې ساتل کېدې او عامو وګړو ته هېڅ رښتیني معلومات نه رسېدل، ځکه چې د رسولو لپاره شخصي ټلویزیونونه نه وو او دولتي ټلویزیونونو به د دولت د ګټو خیال ساته او واقعیتونه به یې پټول. د معلوماتو سرچینې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د واکدارو اشرافو تر اغېز لاندې وې، خو دا هر څه په ډېره بېړه بدل شول، په ډېرې تیزۍ سره بریښنایي او چاپي اغیزناکې رسنۍ خپرې شوې او دغو رسنیو د واکداره طبقې د هغو منفي معاملو پټول ګران کړل چې خپلې شخصي ګټې به یې ترې تر لاسه کولې او آن په پرمختللیو هېوادونو کې د سیاستونو د جوړېدو روڼوالی د همدې پایله ده.

په اوسني عصر کې د رسنیو ونډه یوازې د معلوماتو تر رسولو پورې نده محدوده، اوس د ولس ذهنیت جوړونه هم د رسنیو دنده ده تر څو د ملي او نړیوالو مسایلو او همدارنگه د ټولنیزو او اقتصادي مسایلو په اړه د ولس په ذهنونو کې پوهه او شعور را پیدا کړي. رسنۍ پر دولتي سیاستونو، پالیسیو او معاملاتو باندې د انتقادي تحلیلونو او بحثونو د خپرولو له لارې، د هغوی مثبت او منفي اړخونه را برسیره کوي او دا کړنه د دولت د سیاستونو سره د موافق یا مخالف نظر په را منځ ته کولو کې مرسته کوي.

په همدې توګه رسنۍ د ولس د نظریاتو په جوړولو کې هم بنسټیزه ونډه لري، او د همدې په پایله کې اوس حکومتونه اړ دي چې د پالیسیو په جوړولو کې وړو وړو مسایلو ته هم پام وکړي. له هغه وخت نه چې ژورنالیستانو د حکومت په پالیسیو کره نیوکې او تحلیلونه پیل کړي دي، د قوم او ولس د ساتونکي حیثیت یې غوره کړی، که چېرې کوم حکومت داسې پالیسي جوړوي چې په ټولنیز ډول ضرر رسوونکې وي نو د رسنیو د سختو نیوکو له امله یې پر خلاف د عامو وګړو پاڅونونه را ولاړېدای شي، همدارنګه د یوه څارونکي په توګه د رسنیو دا رول دومره اغیزناک دی چې آن کله نا کله حکومتونه د خپلو ترسره کړیو پرېکړو بدلولو او په شا تګ ته هم اړ باسي.

د ولسي څارونکي په توګه د رسنیو ونډه ده چې رسنیو ته یې د ولسي ترجمان او ویاند حیثیت ورکړی دی، ځکه رسنۍ د خلکو آواز تر لوړ پوړیو چارواکو پورې له بېلابېلو لارو رسوي، او که چېرې یو سیاست یا پالیسي داسې وي چې په هغې کې د هېواد ګټې نغښتې وي خو عام وګړي لا ترې خبر نه وي او ولس ورته لا هرکلی نه وي ویلی، رسنۍ کولای شي ددې ډول پالیسۍ یا سیاست په ګټه د ولس ذهنیت جوړ کړي. خو دا هم باید له یاده و نه باسو چې په ژورنالیستانو کې هم ځیني وخت له خپلو پولو څخه تېری لیدل کېږي. کله نا کله د ژوندیو خپرونو په ترڅ کې لېدل کېږي چې د خپرونې په ترڅ کې د یوې موضوع د سمو معلوماتو د وړاندې کولو پر ځای د رسنیو د مالکانو د خوښې او رضایت مطابق، بحث او خبرې اترې یوه خاص سمت ته د لېږدولو هڅه کوي.

په ژورنالیزم او رسنیز کار کې د دا ډول منفي ګرایي خواته میلان، د بې پرې، با هدفه او مثبت ژورنالیزم سره توپیر لري او دا ډول ژوندي سیاسي بحثونه د ستونزو د حلولو پر ځای ستونزې او ابهامات نور هم زیاتوي. په همدې بڼه په پرله پسې بڼه د ” بېړنی یا عاجل خبر ” پر له پسې خپرول د رقابت او بېړې په دې عصر کې، د مسؤولیت نه مننې رویه پیاوړې کوي.ځکه کله نا کله د درجه بندۍ په دې منډه کې ملي ګټو ته هم تاوان رسیدلای شي او ملي ادارې تر بې ځایه نیوکو لاندې راځي.

د برېښنایي رسنیو د داسې بې پروا چلند د سمولو لپاره، باید د ددې کار لاملونو ته پاملرنه وشي، ځکه نو د برېښنایي رسنیو د ونډې سمولو لپاره باید اصول او قوانین له سره تر نظر تېر شي او په جدیت سره باید د رسنیو سمه پالیسي جوړه شي. د رسنیو د کړنو له پر له پسې څارنې سره کولای شو هغوی تر دې هم زیاتې ګټورې او فعالې وساتو. په هېواد کې په بشپړ ډول د ډېموکراسۍ د واکمنۍ لپاره باید نن رسنۍ د مشر او قاید رول و لوبوي، په هېواد کې د بدلون خبرې خو ډېرې کېږي، خو د هغو کسانو رسوا کول چې له ډېموکراسۍ څخه یوازې د یوه شعار په بڼه کار اخلي، باید د رسنیو لومړنی کار و اوسي او د رښتیني بدلون لپاره د مثبتو، جدي او پیاوړو هڅو کوونکو رسنیو ملاتړ وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس