معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د ۱۹ کلنو مرکز اسیا فوټسال سیالۍ؛ افغانستان له قرغیزستانه لوبه وګټله

د ۱۹ کلنو مرکز اسیا فوټسال سیالۍ؛ افغانستان له قرغیزستانه لوبه وګټله

ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۲۵مه) د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو کې د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په خپله دوهمه لوبه کې کوربه هېواد قرغیزستان ته د ۳ پر وړاندې په پنځو ګولونو ماتې ورکړه.
د یکشنبې ورځې دې لوبه کې د افغانستان له لوري په دې سیالیو کې امید قنبري یار ښه وځلېد او درې ګولونه یې وکړل.
د افغانستان له لوري دوه نور ګولونه سید مجتبی حسیني او نورالله نظري وکړل.
د افغانستان له لوري دوه نور ګولونه سید مجتبی حسیني او نورالله نظري وکړل.
له دې مخکې د شنبې پر ورځ د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ایران پر وړاندې لوبه د ۳ مقابل کې په لسو ګولونو بایلوده.
د فوټسال افغان ملي لوبډله به د دې لړۍ درېیمه لوبه کې پر سه شنبه د تاجکستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس