معماری
خانه / مجله / د ګهیځ خبره

د ګهیځ خبره

د ګهیځ خبره

په نننۍ نړۍ کې د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره جوخت، رسنیو او د بیان آزادۍ هم وده کړې او هغه د چا خبره نن حتی په ډېرو وروسته پاتې هېوادو کې هم د هر چا په لاس کې د یوه ځیرک ټلیفون له لارې یوه رسنۍ ده او دا بیا د هماغه کس په وړتیا، اخلاقو او ژمنتیا پورې تړاو لري چې څه ډول استفاده ترې کوي؟ مثبته او د ټولنې د وګړو د اړتیاوو او ضرورتونو د پوره کولو په موخه، که نه منفي، د پروپاګنډ د یوې وسیلې په توګه او د نورو د ځورولو او په عذابولو لپاره.

په تېرو کمو او زیاتو دوو لسیزو کې افغانستان هم د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه ؤ چې دلته یې د رسنیو او بیان د آزادۍ په تړاو ګامونه پورته کړي او شاید که په انډولیزه بڼه ووایو د نړۍ تر ګڼو نورو هېوادو به د بیان او رسنیو د آزادۍ کچه دلته ښه وي.

ددې تر څنګ اطلاعاتو ته د لاسرسۍ حق هم چې په ټوله نړۍ کې د انسانانو یو له بشري او فطري حقونو څخه شمېرل کېږي، د نورې نړۍ په څېر دلته په افغانستان کې هم تأمین دی او د افغانستان هر وګړی کولای شي دغه حق ته لاسرسی ولري او ترې نه ګټه پورته کړي.

طبیعي ده چې رسنۍ به د افغانستان په ګډون د نړۍ په هر هېواد کې وګړو ته د هغوی د غوښتنې مطابق، اطلاعات او خبرونه وړاندي کوي او که چېرې حکومتي او نا حکومتي بنسټونه اطلاعاتو ته د لاسرسي په لار کې خنډ او ستونزې جوړوي، نو رسنۍ دي چې باید د ولس او چارواکو تر منځ د منځګړي ځواک په توګه خپل رول ادا کړي.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره ویاړي چې نن د خپل رسنیز رسالت د ادا کولو پر لور یو بل ګام پورته کوي او دادی د ګهیځ مهالنۍ مجلې درېیمه ګڼه د ګرانو هېواد والو او خپلو هم مسلکانو په مخ کې ږدي.

د تېر په څېر به دا ځل هم زمونږ مهالنۍ مجله د ګهیځ ټولنې د کار او فعالیت پر انځورولو سر بېره یو لړ مسلکي او د ژورنالیزم او رسنیز کار د ډګر روزنیزې لیکنې لري او هڅه مو همدا ده چې د ګهیځ مهالنۍ د خپلو هم مسلکه وروڼو او خویندو لپاره د ژورنالیزم او لیکوالۍ د ډګر د تکړه، ژمنو او کره استاذانو او روزونکو په مرسته د دې برخې د یوه مسلکي او رونیز کتاب په بڼه، د هغوی خدمت ته وړاندې کړو.

هیله من یو چې په دې توګه مونږ هم وتوانیږو د ژورنالیزم، د بیان آزادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په ډګر کې د خپلو هېواد والو، په تېره بیا د ژورنالیزم او لیکوالۍ د ډګر مزل کوونکو ځوانانو ته څه نا څه د خدمت مصدر وګرځو.

دا یادونه به بې ځایه نه وي چې که د درنو لوستونکي او د ژورنالیزم او رسنیز کار د ډګر د پیاوړیو اتلانو، مرستې، لارښوونې او همکارۍ نه وي، نو مونږ ته به ګرانه وي چې دا لړۍ په هغه ډول چې ستاسې دوستانو خوښه او غوښتنه ده او یا په هغه ډول چې د تخصصي او ژمن کار غوښتنه ده، پرمخ یوسو.

په دې هیله چې وکولای شو د ګهیځ مهالنۍ د لیکنو، موضوعاتو او نورو برخو په اړه ستاسې دوستانو، وړاندیزونه، لارښوونې او همکارۍ له ځان سره ولرو.

 

په درنښت

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس