معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / د کابینې پرېکړه؛ کورنیو چارو وزارت دې د غیر رسمي ولسوالیو د رسمي کولو او یا لغوه کولو موضوع وڅېړي

د کابینې پرېکړه؛ کورنیو چارو وزارت دې د غیر رسمي ولسوالیو د رسمي کولو او یا لغوه کولو موضوع وڅېړي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۲۶مه او د مارچ ۱۷مه نېټه ده) د دولت د کابینې په نوې پرېکړه کې د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې څو د هغو ولسوالیو په اړه معلومات راټول کړي، چې د یرغل پر وړاندې د مبارزې پر مهال په رسمي تشکیل کې نه وې خو په اسلامي امارت کې شاملې وې.
د حکومت یو ویاند انعام الله سمګاني وايي، وزارت به راټول شوي معلومات له خپل نظر سره مل اداري کمیسیون ته سپاري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، اداري کمیسیون اړ دی چې د یادو ولسوالیو د رسمي کولو یا له منځه وړو موضوع په کره توګه وڅېړي او د وروستۍ پریکړې لپاره یې د حکومت رهبرۍ ته وسپاري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس