معماری
خانه / اعلامیه / د ژورنالیستانو د روان وضعیت په اړه د ګهیځ اعلامیه

د ژورنالیستانو د روان وضعیت په اړه د ګهیځ اعلامیه

د ژورنالیستانو د روان وضعیت په اړه د ګهیځ اعلامیه
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په ګران هېواد کې د ژورنالیستانو او لیکوالو د یوې خپلواکې او بې پرې ټولنې په توګه، د وروستیو مظاهرو او سیاسي کشمکشونو په ترڅ کې، خبریالانو او رسنیزو فعالانو ته زیان اوښتنه او د هغوی وهل ټکول یو ناسم او نا مناسب عمل ګڼي.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې له ګرانو خبریالانو او رسنیزو فعالانو هیله لري چې د هېواد او حکومتي چارواکو روان بحراني وضعیت درک او د هغې مطابق د اطلاع رسونې خپله مقدسه دنده ترسره کړي، د افغانستان د اسلامي ا.ما.ر.ت له محترمو امنیتي مسؤولینو هم هیله لري ترڅو د خپلو ژمنو مطابق د رسنیو او رسنیزو فعالانو د کار او فعالیت په جریان کې د هغوی د ځان او کاري وسایلو د ساتلو پوره کوښښ وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس