معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د چارواکو ادلون بدلون؛ د پوهنې وزارت لپاره حبیب الله اغا د ملا نورالله پر ځای د وزیر په توګه وټاکل شو

د چارواکو ادلون بدلون؛ د پوهنې وزارت لپاره حبیب الله اغا د ملا نورالله پر ځای د وزیر په توګه وټاکل شو

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۳۰مه او د سپټمبر میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ا.ا سرپرست حکومت د نویو ګومارونو په لړ کې د دوی د کابینې په یو شمېر وزیرانو، والیانو،‌ امنیه قومندانانو او د ځینو نورو ادارو مشرانو کې ادلون بدلون راوستی دی.
په دوی کې تر ټولو د پام وړ بدلون د پوهنې وزارت سرپرست په توګه د مولوي نور الله منیر پر ځای د کندهار د علماوو شورا د رییس مولوي حبیب الله اغا ګومارنه ده.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا سې شنبه د سپتمبر ۲۰مه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پوهنې وزیر مولوي نور الله منیر د دوی د مرکزي دارالافتاء نوی لوی رییس ټاکل شوی دی.
د دغو ګومارنو حکم د ا.ا مشر مولوي هبت الله اخوندزاده کړی دی.
د مولا منیر نوم له هغې وروسته د د خلکو تر منځ ډېر ښکته پورته شو، چې په دې وروستیو کې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه لانجمنې څرګندونې وکړې.
هغه څو ورځې وړاندې ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي وو چې د نجونو ښوونځي ځکه تړلي پاتې دي، چې ګواکې د لیرې پرتو سیمو خلک په اوسنیو شرایطو کې نه غواړي، چې ۱۶کلنې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي.
د ښاغلي منیر پر ځای د پوهنې وزارت نوي سرپرست په توګه د ګومارل شوي مولوي حبیب الله اغا په اړه ویل کېږي چې د ا.ا مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته نږدې کس دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس