معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان ادعا؛ ترهګرې ډلې له افغان خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي

د پاکستان ادعا؛ ترهګرې ډلې له افغان خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي

د پاکستان ادعا؛ ترهګرې ډلې له افغان خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي
ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وري ۲۸مه او د اپرېل ۱۷مه نېټه ده) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هېواد یې د هغو ترهګرو ډلو فعالیتونه غندي چې په پاکستان کې له افغان خاورې له استثنا پرته فعالیت کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغان خاوره کې د دا ډول ډلو فعالیت د سولې هڅې زیانمنوي.
وړمه ورځ افغان پولې ته نژدې هاغې غاړې ته په یوه وسله وال برید کې ۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول، چې په تړاو یې تېره ورځ د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د د افغانستان سفیر ور بللی و.
افغان حکومت د پاکستان دغې ادعا ته په غبرګون کې تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس