معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / د نورستان یوولس ښوونځي چې په دیارلسو کلونو کې جوړ نشول

د نورستان یوولس ښوونځي چې په دیارلسو کلونو کې جوړ نشول

د نورستان یوولس ښوونځي چې په دیارلسو کلونو کې جوړ نشول
راپور: ذبیح الله قاضي زاده
پارون، د لیندۍ ۱۹ مه،( ۱۳۹۹ )
د نورستان په دریو لویدیځو ولسوالیو کې د ۱۴ ښوونځیو د جوړولو لپاره(۲۲۴۰۰۰۰۰) دوه ويشت میلیونه او څلور سوه زره افغانۍ بودیجه د پوهنې وزارت له مرستندویه مؤسسې او نړیوال بانک څخه اخیستل شوې خو له ۱۴ ښوونځیو څخه یوازې درې ښوونځي جوړ شوي او د نورو کار یې ندی بشپړ شوی.
د نورستان په لویدیځ کې د نورګرام، دوآب او منډول درېو ولسوالیو اوسېدونکي وایي چې شاوخوا ‍۱۳ کاله وړاندې یې په دغو دریو ولسوالیو کې د ۱۴ ښوونځیو د جوړولو لپاره د پوهنې وزارت د ایکويپ پروګرام لخوا چې مالي لګښت یې نړیوال بانک ورکولو ودانۍ منظورې شوې وې چې د جوړولو قرار داد يې له کلیوالي شوراګانو سره شوی ؤ او د ځانګړې شوې بودیجې درې قسطونه په هغه وخت کې د پوهنې ریاست مسؤولینو او قرار دادیانو را ایستلې ده، خو کارونه يې تر دې دمه هم ندي بشپړ شوي.
د نورګرام په ولسوالۍ کې یو ښوونکی وایي چې دوی او زده کوونکي یې د ښوونځیو د ودانیو د کارونو د نیمګړي پاتې کېدو له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه غواړي چې داېکوېپ مؤسسې مشران او هغه قراردادیان چې دغه ښوونځي ورته د جوړولو لپاره په ټېکه ورکړل شوي وو، مجبور کړي ترڅو پاتې کارونه یې تکميل کړي.
د نورګرام ولسوالۍ یو ښوونکی صاحب داد پدې اړه وایي: “مکتبونه نیمه پاتې دي، زما له دولتي چارواکو څخه دا غوښتنه ده چې د ایکوېپ مؤسسې مسؤولین تعقیب او د دغه نیمه مکتبونو کار بشپړ کړي ترڅو زموږ شاګردان ترې ګټه واخلي.”
همدارنګه د عبدالرقیب په نامه بل استاذ پدې اړه وایي چې: “د اېکوېپ برنامې له لارې چې کوم مکتبونه دلته جوړ شوي وو، هغه نیمه کاره پاتې دي چې زیاتې برخې یي اوس غورځېدلي دي، زموږ له دولت څخه غوښتنه ده چې هغو شوراګانو سره چې قراردادونه شوي، هغوی مجبورې کړي چې دغه تعمېرونه بېرته له سره ورغوي ځکه چې شاګردان یې تر شنه آسمان لاندې ناست وي او په ډېرو سختو حالاتو کې درس وایي.
همدارنګه د نورستان د ولایتي شورا پخوانی رئيس مولوي عنایت الرحمن رحماني وایي: “دغه څوارلس ښوونځي چې پنځه یې په نورګرام، پنځه په دوآب او څلور یې په منډول ولسوالیو کې دي چې د هر ښوونځي لپاره د اېکوېپ برنامې له خوا شپاړس سوه زره افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه .او په درې قسطونو کې د پروژې په نوم زیاته اندازه پیسې را ويستل شوي خو د ښوونځيو ودانۍ نېمګړې پاتې دي.
د ولایتي شورا پخوانی رئیس مولوي عنایت الرحمن زیاتوي چې:” د دوآب، منډول او نورګرام ولسوالیو لپاره چې کوم ۱۴ مکتبونه منظور شوي وو، دغه مکتبونه د مرکز لخوا محلي ټیکه دارانو ته ورکړل شول، دغو ټیکه دارانو ونشو کړی چې دغه مکتبونه تکميل کړي، تر اوسه نیمکله پاتې دي. ودانۍ نیمه پاتې دي او حتی د بعضو مکتبونو ځایونه هم د محلي خلکو لخوا غصب شوي دي.”
د نورستان د پوهنې ریاست مسؤولین هم دا مني چې د یادو ۱۴ ښوونځیو کارونه ندي بشپړ شوي، د دوی په خبره چې کوم کارونه یې شوي هغه هم ډېر کمزوري او د پروپوزل سره برابر نه دي چې بیا رغول يې د نورو پیسو ضایع کول دي او پکار ده چې له بنسټ څخه نوې ودانۍ جوړې شي.
د نورستان د پوهنې رئیس محمد امین حماد وایي:” اکثره کارونه یې بې کیفیته ترسره شوي دي .چې اوس پرې موږ کار نشو کولی، زموږ له نقشې سره برابر ندي، سټنډرډ ندي. پېسې سمې ندي لګیدلې او نه هم سم سمینټ کارول شوي، له همدې امله د دغو ۱۴ ښوونځیو معتمدین، د هغه وخت د پوهنې رئیس مولوي شفیع الله او د ایکویپ پروګرام انجینیر محمود شاه، څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.”
د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي هم وايي چې د یادو ښوونځیو په برخه کې د هغه وخت سیمه ییزو چارواکو د بې غورۍ ترڅنګ سوء استفاده هم کړې ده .
فیضي وایي:” په ۱۳۸۵ او ۱۳۸۶ لمریزو کلونو کې په غربي نورستان کې ۱۴ ښوونځي د پوهنې وزارت لخوا منظور شوي وو، چې ټول نیمه کاره پاتې دي.د شوراګانو له لارې، د پوهنې وزارت او د ولایت ترڅارنې لاندې دغه پروژې عملې کیدلې، خو د هغه وخت مسؤولینو بې غوري او سوء استفاده کړې ده .”
د نورستان اوسنی مرستیال والي زیاتوي چې:” دغه موضوع څارنوالۍ ته لېږل شوې چې ورسره قانوني چلند وشي.یو، دوه جلبه موږ ته هم رالېږل شوي دي، خو موږ يې په ځواب کې ولیکل چې د پروژې ټول شریکان په کابل کې دي ”
په دغه پروژه کې او د فساد په دغه دوسیه کې د پوهنې ریاست د پخواني رئیس مولوي شفیع الله نوم هم شامل دی او ویل کېږي چې د ښوونځیو د جوړولو په نوم را ویستل شوې بودیجه يې د وخت له نورو چارواکو سره یوځای په خپله ښه کړې ده.
خو مولوي شفیع الله په خپله بیا وایي چې د ښوونځیو جوړولو قرار دادونه د پوهنې وزارت له خوا له کلیوالي شوراګانو سره شوي وو او له ده سره یې چا بودیجه او نور معلومات ندي شریک کړي.
مولوي شفیع الله زیاتوي:” ددي پروژې ایجاد زما په وړانديز او غوښتنه ندی شوی، قرارداد یې د کلیوالي شوراګانو سره د وزارت لخوا شوی ؤ، چې د لومړي قسط پیسې یې هم مستقیما د بانک له لارې شورا ته ورکړل شوې وې، چې د معارف ریاست په کې هېڅ ډول دخیل نه ؤ، خو کله چې د دوهم قسط پیسې مستوفیت ته راغلې، زه له وظیفي منفک شوم چې په دوهم او درېیم قسط کې یې زه هېڅ په وظیفه کې نه وم.”
د نورستان ولایت د پوهنې ریاست د ۱۳۸۹ لمریز کال د راپور په اساس، له دغه ۱۴ نا مکمل شویو ښوونځیو څخه پنځه ښوونځي په نورګرام ولسوالۍ، پنځه ښوونځي په دوآب ولسوالۍ او څلور نور یې په منډول ولسوالۍ کې دي، چې د هر یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو لپاره د اېکوېپ برنامې له خوا (۱۶۰۰۰۰۰) یو میلیون او شپږ سوه زره افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې ټولو ۱۴ ښوونځیو ته په مجموعي ډول (۲۲۴۰۰۰۰۰) دوه ويشت میلیونه او څلور سوه زره افغانۍ ځانګړې شوې وې، ددې ښوونځيو له ډلې څخه یوازې درې ښوونځي چې دوه یې د نورګرام په ولسوالۍ کې دي (د کلتن د نجونو ښوونځی او د پشګر د نجونو ښوونځی) او همدارنګه یو ښوونځی په دوآب ولسوالۍ کې (د نیلاب لومړنی ښوونځی) دي، ودانۍ بشپړې شوې چې له ځانګړې شوې بوديجې څخه یې په هر یوه (۱۱۲۱۲۳۲) یو میلیون یوسل او یوېشت زره دوه سوه دوه دېرش افغانۍ لګولي دي.
په دغه رپورټ کې لیکل شوي دي چې د نورو یوولسو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره چې کومه بودیجه ځانګړې شوې وه، هغه ټوله مصرف او اخیستل شوې ده.
همدارنګه په راپور کې دا هم لیکل شوي دي چې د دغو درېو جوړو شویو ښوونځیو له ودانیو څخه چې کومې (۱۴۳۶۳۰۴) یو میلیون څلور سوه شپږ دېرش زره او درې سوه څلور افغانۍ پاتې وې، ری فنډ (مرستندویه مؤسسې ته ورګرځول شوې) دي.
د نورستان اوسني چارواکي وایي چې په نورستان کې د ایکویپ برنامې مسؤول انجینیر محمد شاه، د فساد د یوې بلې دوسیې له امله دم ګړی د ننګرهار په محبس کې بندي دی او په ۲۵ کاله بند محکوم شوی دی.

د نورستان ځایي خلک او څارونکي پدې اند دي چې په نورستان کې داسې نورې ډېرې دولتې پروژې شته چې په نوم يې له حکومت یا بهرنیو مؤسسو څخه په لکونو امریکايي ډالر را ویستل شوي، خو یايې چارې په نیماي کې پاتې دي او یا هم پرې هېڅ کار ندی شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس