معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار په ګمرک کې قیمتي اجناس د کم قیمته جنسونو په بڼه مالیه کېږي

د ننګرهار په ګمرک کې قیمتي اجناس د کم قیمته جنسونو په بڼه مالیه کېږي

د ننګرهار په ګمرک کې قیمتي اجناس د کم قیمته جنسونو په بڼه مالیه کېږي
راپور: ذیشان ذهین
په ننګرهار کې یو شمېر پټو باوري سرچینو ګهیځ ته داسې ثبوتونه او اسناد په لاس ورکړي چې ښکاروي ددې ولایت په ګمرک کې د کمې ګمرکي مالیې د ورکړې په موخه د مالونو جنسونه د کاغذ پر مخ بدلون مومي او زیات قیمتي اجناس د کم قیمته اجناسو په نامه په کمه مالیه تېرېږي.
دغه تر لاسه شوي ثبوتونه او اسناد ښکاروي چې د ننګرهار د ګمرک یو شمېر مامورین له دغه ډول سرغړونکو سوداګرو سره د لاس په یو کولو سره، دغه ډول لوی فساد ته لمن وهي او پدې توګه د هېواد د عوایدو یوه زیاته برخه د فساد ښکار کېږي او ضایع کېږي.
په دغو اجناسو کې تر ډېره د وچې مېوې بېلابېل ډولونه، د مشروباتو بېلابېلې بڼې او د یو شمېر جامو ترڅنګ ځینې نور خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې سوداګر یا د مالونو واردونکي یې د دې لپاره چې کمه مالیه ورکړي، د تشرېح مامورینو یا د صادرې او واردې د برخې مسوولینو سره تر همغږۍ وروسته، د جنسونو نومونه په خیالي ډول بدلوي او بیا د کمې بیې لرونکي جنس په نوم یې لږه مالیه دولت ته سپاري.
په همدې تړاو یو سوداګر چې د ده په خبره په خپله یې کراتو په ننګرهار ګمرک کې د کاغذ پرمخ د جنسونو نومونه تغییر کړي، د هویت پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته ومنله چې دا خبره بیخي پر ځای ده چې ننګرهار ګمرک کې د مالیې کمولو په موخه د پیسو په بدل کې جنسونو ته په ناقانونه ډول تغییر ورکول کیږي.
دغه سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي:” که رښتیا ووایم دا کړنه ما خپله هم ترسره کړې، د دې لپاره چې مال راته ارزانه تمام شي او هلته بیا بازار کې وشو کولی چې په کمه بیه یې عرضه کړو، دغه ډول زموږ نور سوداګر هم د همدې موخې لپاره ډېری وخت ورته کړنه ترسره کوي.”
دغه سوداګر زیاتوي چې په دغه کړنو کې ګران بیه توکي د ارزان بیه توکي پۀ نوم ګمرک کیږي؛ د بېلګې په ډول بادام د ممپلیو پۀ نوم، رېډبول، منېسټر او نور قیمتي مشروبات د پیپسي او نورو ارزان بیه مشروباتو پۀ نوم، تر ټولو ښۀ او اعلی ټوکر د کفن پۀ نوم، ارکنډېشن د جامو وینځلو ماشین پۀ نوم او مکس مال پۀ یو جنس محصول کوي. همدارنګه زنانه یي ټوکرې، کتان، نرمه او داسې نور د پراشوټ پۀ نوم محصول کیږي.
دغه سوداګر د خپلو افشاء ګریو په لړ کې زیاتوي چې: “ما ځینې سوداګر ملګري لیدلي چې قیمتي لپټاپ کمپیوټرونه یې د تلوېزیونونو په نوم او غوړي یې د خامو موادو پۀ نوم محصول کړي دي. پر دې سر بېره داسې د نوموړي په خبره داسې سوداګر هم شته چې امرود، ام او ځینې نورې قیمتي مېوې یې د کچالو او رومیانو پۀ نوم هم محصول کړي وو.”
دغه سوداګر وړاندې بیا وایي چې :” که موږ دا واړۀ موبایلونه د حساب د ماشین پۀ نوم ګمرک نۀ کړو، نرخونه یې مجبور یو چې پورته کړو، بیا دغه ارزان بیه موبایلونه خلک پدې نرخ چېرته اخیستلی شي؟ ”
تر دې اخوا ګهیځ ته په رسېدلې یوه وېډیو کې ښکاري چې له پلازمینې کابل څخه راغلی یو پلاوی، د ننګرهار ګمرک د صادرې او واردې امر طارق څخه لدې امله پوښتنې_ګروېګنې کوي، چې تر دې وړاندې یې په یاد ګمرک کې د جنسونو دغه ډول بدلول عملاً لیدلی دي، پدغه ویډیو کې د راغلي پلاوي یو غړی د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي چې ددې ګمرک په کاغذونو کې بادام په ممپلیو په بدل شوي دي او په اړه یې د ننګرهار ګمرک د وارداتو او صادراتو آمر طارق خان نه پوښتنه کوي، خو طارق خان ورته وایې چې: ” نه! تر اوسه خو ماته پدې اړه معلومات او څه ندي راغلي!”
له کابل نه د ورغلي پلاوي دوهم کس چې کله د دغه ځواب په غبرګون کې پوښتي چې: ” دا مالونه ولي ستا پسې دفتر ته دننه راځي؟ ولې تاسې بهر ته د څار لپاره نه وزئ؟ خو د صادرې او واردې آمر یې پۀ ځواب کې وایي: ” داسې نده موږ خپله د تشریح مامورین لرو< دغه شیان تشریح کیږي او بیا له هغې وروسته موږ ته راځي. موږ خو داسې نشو کولی چې د هر موټر لپاره باندې ووزو؛ ځکه دلته خو د ورځې سل موټره مال راځي. د دې سلو واړو د څار لپاره زموږ وتل ستونزمن دي.” بل خوا گهځ ته د په لاس ورغلې ویډیو له مخې له پلاز مینې څخه د ننګرهار ګمرک ته ورغلی یو تن بیخي ډاډ څرګندوي چې د واردو شویو موادو د جنسونو دغه ډول بدلونه په عادي ډول هره ورځ په کراتو ترسره کېږي، چې په وینا یې ورسره د ګمرک ډېره برخه مامورین او امرین هم دخیل دي. همدا راز ګهیځ ته له ګمرک څخه ځینو نورو پټو سرچینو د هویت د پټ ساتلو په شرط ویلي، چې د ګمرک ګڼ شمېر نور مامورین او آمرین هم د عوایدو د ټارګېټ او ترلاسه کېدونکې مالیې په تړاو ناخبره دي. همدارنګه سرچینه زیاتوي، هغه مهال چې ملاخېل د بشري سرچینو رییس وو، د نوموړي د ریاست پرمهال ټول ګمارل شوي کسان د ولسمشر غني د یوه ځانګړي حکم له مخې منفک شوي، خو پۀ وینا یې چې د دغو منفکو کسانو له ډلې لا هم یو شمېر مامورین او آمرین چې زورواکو یا ځینو لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره لارې او پېژندګلوي لري، خپلې دندې د پخوا په څېر مخته بیایي. ګهیځ د دغو مسایلو د لا ښې سپړنې لپاره پۀ متواتر ډول هڅه وکړه چې د ننګرهار ګمرک ریاست له سرپرست خان زمان امرخېل سره مرکه ترسره کړي، خو د دوی په وینا چې ټولو ګمرکونو ته د مالیې وزارت له خوا مکتوب استول شوی، چې د مرکو کولو او کلپونو اخېستو لپاره دې رسنۍ د مالیې وزارت لۀ مطبوعاتو برخې سره پۀ اړیکه کې شي او لۀ هغې لارې د مسایلو پۀ اړه تفصیلي جزیات ترلاسه کړي. موږد د دوه اونۍ لۀ انتظار او ډېرو هلو_ځلو وروسته هم د مالیې وزارت څخه پۀ دې اړه د مرکې لپاره مثبت ځواب ونۀ موند. خان زمان امرخېل چې تر دې وړاندې یو وار د ننګرهار له ګمرک څخه د فراه ګمرک ریاست ته تبدیل شوی وو، چې هلته یې تر څه مودې تېرولو وروسته یو ځل بیا د ننګرهار ګمرک د چارسمبالي پۀ توګه تاکل شوی دی. د ننګرهار په ګمرک کې د فساد شتون ادعاوې پۀ داسې مهال پورته کیږي، چې تازه د ولسي جرګې له لوري د همدې مسایلو د شتون لۀ امله د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده استجواب شوی وو. په دغه استجوابیه غونډه کې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ادعا وکړه چې مالیې وزارت کې د فساد شتون له امله هره ورځ په منځني ډول تر اوو تر اتو میلیونو ډالرو پورې پیسې حیف و میل کیږي. د ماليې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده هم ولسي جرګې ته پۀ خپلو خبرو کې د فساد شتون منلی او ويلي یې دي، چې هر کال نږدې ٣ ميليارده ډالر عوايد یوازې په ګمرکونو کې د شته فساد لۀ امله ضايع کیږي. د مالیې وزارت سرپرست، پرته لدې چې د کوم مشخص چا نوم ذکر کړي زیاته کړه، د ګمرکونو د یو شمیر چارواکو او مامورینو په ګډون د ځینو ولایتونو والیان او نور دولتي چارواکي د دغو عوایدو په ضایع کولو کې لاس لري .

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس