معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار په ځینو دولتي ښوونځیو کې له زده کوونکو څخه غیر قانوني پیسی اخیستل کېږي

د ننګرهار په ځینو دولتي ښوونځیو کې له زده کوونکو څخه غیر قانوني پیسی اخیستل کېږي

د ننګرهار په ځینو دولتي ښوونځیو کې له زده کوونکو څخه غیر قانوني پیسی اخیستل کېږي
راپور : صفي الله نصرت او قدرت الله رباني
د ننګرهار ولایت په دولتي ښوونځیو کې په بېلابېلو بهانو له زده کونکو غیر قانوني پیسې څخه اخیستل کېږي.
د ګهیځ موندنې ښیي چې د جلال آباد ښار په دوو لیسو( تجربوي او غازي امان الله خان لېسو) کې له زده کوونکو څخه د شهادت نامو او کانکور فورمو په نامه، په غیر قانوني توګه له ټاکل شوې اندازې زیاتې پیسې اخیستل شوې دي.
له ګهیځ سره د یادو لیسو زده کوونکو په خبرو کې ویلې چې د دوی د دوولسمو ټولګیو له هر زده کونکي څخه یوازې د شهادت نامو په نامه تر سلو افغانیو او همدارنګه د کانکور فورمونو په نامه تر پنځوسو افغانیو زیاتې اخیستل شوې دي.
د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند غازي امان الله خان لېسې څخه یو فارغ زده کوونکی وایي چې نوموړی په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ننګرهار پوهنې ریاست ته خبر ورکړی ؤ چې په یاده لېسه کې د کانکور فورمو لپاره ترې پنځوس افغانۍ د لېسې سرمعلم زیاتې اخیستې، خو هېڅ کومه نتیجه یې معلومه نشوه.
محمد یونس د غازي امان الله خان لېسې فارغ زده کوونکی وایي چې: “مونږ چې کله ښوونځي کې د کانکور فورمې اخیستلې نو سرمعلم را څخه د څلور سوه افغانیو پر ځای څلورنیم سوه واخیستې، ما د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال ته زنګ وواهه چې زمونږ سرمعلم مونږ څخه پنځوس روپۍ زیاتې اخلي، نوموړي ژمنه وکړه چې مونږ موضوع څارو خو بیا یې هم کومه نتیجه معلومه نشوه، نه هغه پیسې چا بېرته شاګردانو ته ورکړې او نه بل څه وشول.”
د همدې لېسې د روان تعلمي کال د دوولسم ټولګي زده کوونکو څخه بیا هم سږکا ل د تېرو کلونو په څېر زیاتې پيسې اخیستل شوې، نصرت الله د غازي امان الله خان لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکی وایي: “له مونږ څخه د ښوونځي ادارې د کانکور فورمو لپاره څلورنیم سوه افغانۍ اخیستې او قانوني څلور سوه افغانۍ د فورمې قیمت دی، مونږ غریب خلک یو، مونږ ته پنځوس روپۍ هم ډېرې پیسې دي.”
همدارنګه د کانکور فورمونو لپاره د ښار پوهنې مدیریت اړوند د ذکورو تجربوي او استقلال لېسو کې هم د څلور سوه افغانیو پر ځای څلور نیم سوه افغانۍ اخیستل شوې دي.
د ذکورو تجربوي لیسې زده کوونکو له ګهیځ سره په خبرو کې ویلي چې له دوی څخه د شهادت نامو لپاره سل افغانۍ او کانکور فورمونو لپاره پنځوس افغانۍ له ټاکل شوي قیمت څخه زیاتې اخیستل شوې دي.
سید بهیر کمال د تجربوي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکی وایي چې: “د شهادت نامو لپاره مو درې سوه افغانۍ ورکړي او د کانکور فورمې ته مو څلور نیم سوه افغانۍ ورکړې، د کانکور پیسې مدیر واخیستې او د شهادت نامې پیسې د مکتب معاوین واخیستې، او دا یې له ټولو اخیستې دي”
همدارنګه صمیم د تجربوي لیسې د دوولسم ټولګي زده کوونکی وایي:” د شهادت نامو لپاره یې زموږ څخه درې درې سوه افغانۍ واخیستې، سل افغانۍ یې د نتایجو په نامه رانه واخیستې که چا لرلې او که چا نه لرلې، ځینې داسې شاګردان زموږ سره په ټولګي کې وو چې ددې وس یې نه لرلو مونږ ورته په خپلو منځو کې د هغه لپاره پیسې واچولې. زمونږ لپاره دا ډېر دردونکې وه .”
د چکنوریو لیسې فارغ زده کوونکی رحیم ګل پدې اړه وایي: “د کانکور فورم پسې مکتب ته لاړم چې د کانکور لپاره ثبت نام وکړم، چې کله مې فورمه اخیستله د فورمې د پاسه څلور سوه افغانۍ د فورمې قیمت لیکل شوی ؤ، خو له ما څخه سرمعلم څلورنیم سوه افغانۍ واخیستې.”
د یادو لیسو آمرین دا نه مني او وایي چې دوی له زده کوونکو څخه له ټاکل شويو پیسو زیاتې نه دي اخیستې او که له کوم زده کوونکي څخه اخیستل شوې وي، نو کولای شي دوی ته شکایت وکړي.
همدارنګه د یادو زده کوونکو ستونزه مو د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند محمد آصف شینواري سره شریکه کړه، هغه هم دا منې چې په ځینو ښوونځیو کې له ټاکل شوې اندازې څخه زیاتې پیسې اخیستل شوې خو وایي که شواهد ورسره شریک شي، دوی به سرغړونکي مجازات کړي.
ښاغلی شینواری پدې اړه زیاتوي: “کوم قیمت چی ټاکل شوی له دې څخه څوک پورته پیسې نشي اخیستی او دا غیر قانوني کار دی.”
د پوهنې ریاست ویاند وایي چې دوی ته هم دغسې شفاهي معلومات ور رسېدلي دي چې په ځینو مکاتبو کې د شهادت نامو لپاره له دوه سوه شلو څخه تر دوه نیم سوه افغانیو پورې او د کانکور فورمو لپاره تر څلورنیم سوه افغانیو پورې اخیستل شوي دي.
دی زیاتوي چې که مونږ سره دغه مسایل له اسنادو او شواهدو سره شریک شي، مونږ به له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړو.
همدارنګه ګهیځ د پوهنې وزارت د هغه مکتوب کاپی موندلې چې هغه کې هم په دولتي ښوونځیو کې د اضافه پیسو اخیستلو خبر ورکړل شوی دا مکتوب په ۱۳۹۸ هـ ش کال د اتمې میاشتې په نهمه نېټه د تعلیمي نظارت عمومي ریاست ته لېږل شوی، په یاد مکتوب کې لیکل شوي چې د تحریراتو عمومي مدیریت څخه مخکې هم د تعلیمي نظارت عمومي ریاست ته سپارښتنه شوې وه چې په دولتي مکاتبو کې له زده کوونکو څخه د شهادت نامې او کانکور کارت لپاره په دې وروستیو کې له ټاکل شوي حد څخه زیاتې پیسې اخیستل کېږي، په یاد مکتوب کې امر شوی ؤ چې سرغړونکي دې معلوم او د قانون منګلو ته دې وسپارل شي خو تر اوسه پورې هم دا ستونزه نده حل شوې.
د یادونې وړ ده چې په هر دولتې ښوونځي کې د دولسمو ټولګیو د یوه ټولګي زده کوونکو شمېر د دېرشو تنو څخه نیولی تر پنځوس او شپېتو کسانو پورې وي، چې له هر یوه څخه د اضافه اخیستل شوو پیسو محاسبه وشي نو ښکاره به شي چې په لکونه افغانۍ له زده کوونکو څخه په غیر قانوني ډول اخیستل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس