معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / د ننګرهار په بهسودو کې ښوونکو ته ځانګړې شوې دوه نیم سوه د هستوګنې نمرې غصب شوي

د ننګرهار په بهسودو کې ښوونکو ته ځانګړې شوې دوه نیم سوه د هستوګنې نمرې غصب شوي

د ننګرهار په بهسودو کې ښوونکو ته ځانګړې شوې دوه نیم سوه د هستوګنې نمرې غصب شوي

راپور : صفی الله نصرت
د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند د بحر آباد په ښارګوټي کې چې ښوونکو ته د هستوګنې پنځه سوه جریبه ځمکه ځانګړې شوې وه، ۲۵۰ نمرې یې د سیمې د اوسېدونکو له خوا غصب شوې دي او غاصبین له دولت نه غواړي چې ددې په بدل کې دې ښوونکیو ته نوره ځمکه ورکړي.
د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بحر آباد په نوم په دغه ښارګوټي کې په ۱۳۹۶ کال کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې مدیریت اړوند ۱۲۱۶ تنو ښوونکو ته ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه.
سږ کال د ننګرهار د پوهنې ریاست د یوه مکتوب له لارې مستحقو ښوونکو ته د یادو نمرو وېش پیل شو خو اوس نیوکې دا دي چې د دې نمرو له ډلې ۲۵۰ یې د دې سیمې د ځایي اوسېدونکو له لورې غصب شوې دي.
ښوونکي وایي چې د نمرو د وېش په برخه کې عدالت نه دی شوی او آن هغو ښوونکو ته هم نمرې ورکړل شوې چې په شرایطو برابر نه وو.
د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې مدیر وايي چې د یادو نمرو له ډلې ۴۷ نومرې د شهیدانو او معلولینو لپاره ځانکړې شوې دي چې همدا نمرې بیا وروسته د ننګرهار د پوهنې ریاست له خوا د بهسودو د پوهنې مدیریت اړوند ښوونکو ته هم ورکړل شوې دي
د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې مدیر زلمی حلیم پدې اړه وایي: “موږ ته راکړل شوې نمرې د ځایي خلکو لخوا غصب شوې دي او د کوچي په نامه یا نورو نومونو هلته اوسېږي.”
د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې مدیر زیاتوي چې: “دا غصب شوې نمرې تر۲۰۰ زیاتې او په غالب ګومان ۲۵۱ دي چې لدې شمېرې څخه ۴۷ نمرې د جلال آباد د ښاروالۍ د شهیدانو او معلولینو له ښارګوټي سره په ټکر کې دي.”
یو بل ښوونکی صداقت، چې د قلعه جانان خان په لېسه کې د تدریس چارې پر مخ وړي وايي د دوی نمرې د یو شمېر زورواکو له لورې غصب شوې دي.
دغه ښوونکی وایي چې: “استاذان کمزوري خلک دي، زور نلري او استاذانو ته څوک خاصه توجه نه کوي. خو یو ملت که جوړیږي په استاذانو باندې جوړیږي.”
دغه ښوونکی همدارنګه وایي: “په کوم ځای کې چې ښار ګوټی دی هلته هم زورواکان شته، داسې زورواکان شته، چې څوک ورسره ډغره نشې وهلی. هغه استاذان چې زور یې درلود، نو هغوی په شین زور خپلې نومرې تر لاسه کړې.”
د بهسودو پوهنې مدیریت اړوند د غازي امان الله خان ښوونځي ښوونکی اجمل حضرتي په دې اړه چې ولې ښوونکو ته د دوی نمرې نه ورکول کېږي درې اساسي لاملونه په ګوته کوي.
د نوموړي له نظره په دې پروسه کې د ستونزو لاملونه مختلف دي، د بېلګې په توګه د ۱۳۹۶ کال نه راپدېخوا ډېر هغه ښوونکي تبدیل شول چې په نوم یې فورمې ډکې شوې وې، دویم علت دا دی، چې د غصب خبره کېږي، خو تر اوسه تثبیت شوې نده، چې څومره ځمکه غصب شوې ده. او درېیمه خبره پکې دا ده چې پاتې څو بلاکونه تر اوسه چونه اندازي شوي ندي.
بل اړخ ته هغه ځایي خلک چې ښوونکي یي غاصبین بولي وایي چې دوی ځمکې ندي غصب کړې او له پلار نیکه په دې سیمه کې اوسېدلې دي، له دې دولتي ځمکو یې ساتنه کړې او هېچاته یې اجازه نه ده ورکړې، چې دا ځمکې وپلوري.
د دوی په خبره، دا چې اوس دا ځمکې حکومت ښوونکو ته ورکوي، نو دوی ته دې نوره ځمکه ورکړي.
حمیدالله کټه خېل، د بحرآباد وکیل ګذر په دې اړه وايي: “مونږ نه زورواکي یو، نه زورور یو، زورور الله دی، خو حکومت ته دا وایو چې مونږ ته هم یوه یوه نمره په کې راکړي مونږ د دې پروژې مخنیوی نه کوو، خو زمونږ ولس دغه غوښتنه لري.
ځایي اوسېدونکی عبدالباقي بیا په دې اړه وايي: “زمونږه دوه درې زره جریبه ځمکه سیند وړې او مونږ ته په بدل کې څه ندي راکړل شوي، مونږ کوم ځای ته لاړ شو، مونږ چې دا دښته ساتلې مونږ د سر په بدل کې ساتلې ده.”
ملک اسماعیل ددي سیمې بل ځایي اوسېدونکی وایي: ” مونږه د حکومت مخالفت نه کوو، نه د دې پروژې مخالفت کوو خو خیر دی مونږ سره دې هم ګوزاره وکړي لږ دې شاته شي او مونږ ته دې لږ ځای پرېږدي.”
د ځایي خلکو په وینا، چې د یادې موضوع په اړه ولایت مقام ته په څوـ څو ځلو عارض شوي او غواړي چې د ننګرهار له والي سره په دې موضوع خبرې وکړي، خو تر اوسه پورې ورته مثبت ځواب ندی ورکړل شوی.
خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی بیا وایي، هغه سيمې چې خلکو نیولې اسنادونه به یې کتل کېږي او په اړه به يي قانوني اجرات کېږي او هغه سیمې چې خلک په کې میشت دي او د ښارګوټي اړوند وي، د هغې اسنادو په کتلو سره به په هغه اړه اقدام تر سره کېږي. که چېرته څوک قانوني اسناد ونه لري، نو طبیعي ده چې ځمکه د دوی نه ده.
نوموړی د شهیدانو او معلولینو او معلمینو د نومرو ترمنځ ټکر ته په اشارې سره وایي چې دا چاره د یوه طرزالعمل له مخې حل کېږي چې د ښار جوړونې وزارت لخوا دا ښارګوټی منظوریږي او بیا د ځانګړې کمیسیون له لوري وېشل کېږي.
خو د ګهیځ خبریال داسې اسناد هم موندلي چې د بهسودو پوهنې مدیریت یوې داسې استاذې ته د یوې نمرې ټوکن ورکړی چې د راغلي طرزالعمل له مخې په شرایطو برابره نده خو بل خواته ډېر داسې استاذان شته چې د نمرې د اخیستلو لپاره يې ټول شرایط تکمیل کړي اما لا هم ورته د نمرې ټوکن ندی سپارل شوی.
خو د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې مدیر بیا نه مني چې ګنې دوی دې داسې ښوونکي ته د نمرې ټوکن سپارلی وي چې په شرایطو برابر نه وي.
د غصب ستونزه په ننګرهار کې د دولتي املاکو پر وړاندی یوه ننګونه ده او نیوکه داده چې ولایتي اداره د هغو پراخه دولتي ځمکو په وړاندې ضعیف دریځ لري چې په ننګرهار کې غصب شوې دي چې له امله یي د حکومت له خوا د انکشا ف لپاره چمتو شوي ګڼ پلانونه د نه پلی کېدو له ستونزې سره مخ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس