معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / د لوړو زده کړو وزیر پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان تعلیمي سکټور یوازې ‌پرې نه ږدي

د لوړو زده کړو وزیر پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان تعلیمي سکټور یوازې ‌پرې نه ږدي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۲۵مه او د اګسټ میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د لوړو زده ‌کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان ښوونیز سکټور یوازې پرېنږدي.

ښاغلي حقاني نن (سه ‌شنبه د زمري ۲۵مه) کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې نړیوال دې د تعلیمي سکټور په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د لوړو زده ‌کړو وزیر دا خبرې داسې مهال کوي چې له څه باندې یو کال راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزي» له دویچه ویله سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې لس کلنه لور یې له شپږم ټولګي فارغه شوې، خو اندېښمن دی چې د ا.ا حکومت به څه وخت د زده‌ کړو اجازه ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس