معماری
خانه / اعلامیه / د غمرازۍ پیغام!

د غمرازۍ پیغام!

د غمرازۍ پیغام!

 

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد تکړه ليکوال، ژورناليست، فرهنګي شخصیت او سياستوال ښاغلی محمد حسن ولسمل چې یو عمر یې د حقیقت او واقعیت په لار کې مبارزه کړې وه، د ور پېښې ناروغۍ له امله، له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم استاد محمد حسن ولسمل هغه پیاوړی افغان ژورنالیست او لیکوال ؤ چې یو عمر یې پر افغان خاوره د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په موده کې د دغه یرغل او یرغلګرو په وړاندې قلمي مبارزه پر مخ یوړه او د خپل ژوند ډېره برخه یې د هېواد د آزادۍ، خپلواکۍ او ملي ارزښتونو څخه د دفاع او ساتنې په لار کې یې نه یوازې نه ستړېدونکې مبارزه وکړه چې په دې لاره کې یې ګڼې ستونزې وګاللې، زندانونه او مهاجرتونه یې تېرکړل.

نوموړي د جهاد او مهاجرت په چاپیریال کې له ناروې څخه د “مجاهد ولس” په نامه چاپي خپرونه چلوله او افغانستان ته تر راتلو وروسته یې د “افغان” په نامه چاپي رسنۍ چلوله.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې د اروا ښاد ولسمل مړینه د افغانستان د رسنیو په ستره کورنۍ کې یوه ستره ضایعه ګڼي، مرحوم ته له الله څخه جنت الفردوس او دده لارویانو او کورنۍ ته د زړه صبر او اجر غواړي.

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس