معماری
خانه / اعلامیه / د شاه ولي قرار په اړه د غمرازۍ پیغام

د شاه ولي قرار په اړه د غمرازۍ پیغام

په ژورې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد پیاوړی او سابقه دار ژورنالیست او لیکوال شاه ولي قرار، د هغه ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه، له نړۍ سترګې پټې کړې او وفات شو. انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم استاد شاه ولي قرار چې یو عمر د افغانستان په چاپي رسنیو کې هېواد والو ته د خدمت مصدر ګرځیدلی و، ډېره موده یې د هېواد په دولتي ورځپانه کې د مسؤول مدیر، مسؤول سکر تر او همدارنګه د لیکوال پلاوي د غړي په توګه خدمت کړی دی او د هېواد او هېواد والو له دیني او ملي ارزښتونو څخه د دفاع او ملاتړ په سنګر کې د یوه ژمن سپاهي په توګه پروت و.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې د مرحوم شاه ولي قرار مړینه د هېواد د مطبوعاتو په ډګر کې یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼي د مرحوم پاتې کورنۍ، دوستانو او لارویانو ته تسلیت وايي او له لوی الله جل جلاله څخه مرحوم شاه ولي قرار ته جنت الفردوس او پاتې کورنۍ او دوستانو ته د زړه صبر او اجر غواړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس